تازه خبرونه
تر راتلونكيو پېنځه كلونو به د بې ځايه شويو خلكو ستونزې حل شي
د كډوالو او بېرته را ستنيدونكيو چارو وزير جماهير انوري د سې شنبې په ورځ(د سلواغې۲۲) په كابل كې د كورنيو بې ځايه شويو خلكو د ستونزو د حل لپاره د يوې ملي پاليسۍ له جوړيدو او تطبيق خبر وركړ.
ښاغلى انوري وايي:
رسمي معلومات ښيي، چې دا مهال د بېلابېلو ستونزو له وجې ۶۳۱ زره كورنۍ بې ځايه شوي؛ خو د نوې پاليسۍ په تطبيق به تر راتلونكيو پېنځه كلونو دا ستونزه حل شي.
د ښاغلي انوري په وينا، د دې پاليسي پر بنسټ به د كورنيو كډوالو لپاره د ژوند ټولې آسانتياوې برابرې شي. لكه د ښارگوټو جوړول، ماشومانو ته د زدهكړو د زمينې برابرول، روغتيايي خدمتونو ته د بې ځايه شويو كورنيو لاسرسى، د كاري فرصتونو برابرول او د بشري حقونو تامين.
د دې پاليسۍ په جوړولو كې د بېلابېلو دولتي او نادولتي ادارو تر څنگ د كډوالو په چارو كې د ملگرو ملتونو عالي كميشنري هم همكاري كړې ده.
ملگري ملتونه دا پاليسي گټوره بولي؛ خو له دولت غواړي، چې د تطبيق لپاره يي هڅې وكړي.
د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي مرستيال مارك بودين وايي:
مونږ د دې پاليسي ملاتړ كوو، حكومت يي بايد په پلي كيدو كې مرسته وكړي. افغان حكومت بايد د كورنيو بي ځايه شويو لپاره د مرستې غو ښتنه وكړي، چې د كورنيو بي ځايه شويو كسانو ستونزي رالږې شي.
يو شمېر بې ځايه شوي كورني كډوال وايي، د ژوند په بېلابېلو برخو كې له جدي ستونزو سره مخ يو او تر اوسه هيڅ يوه بنسټ ور سره همكاري نه ده كړې.
ناامني، بې وزلي، وزگارتيا او ټولنيزې ستونزې هغه عمده موارد دي، چې په وروستيو كلونو كې يي خلك په كور دننه له يوه ځاى څخه بل ځاى ته كډه كړي دي.
د نورو ستونزو تر څنگ پرله پسې وچكاليو هم گڼ خلك له كليوالو سيمو څخه پر ښاري سيمو ور مات كړي، چې زياتره دا وگړي له دوامداره كار څخه بې برخې دي.