سیمه ییز خبرونه
تر راتلونكي يوه كال پورې به په افغانستان كې د مسو استخراج پېل شي
د كانونو وزير وايي، د مسو استخراج به له هغه وروسته و شي، چې د عينكو د مسو له كان څخه لرغوني آثار ولېږدول شي. د كانونو وزير دغه راز وايي، د عينك د مسو كان له شاوخوا څخه سلگونو بې ځايه شويو كسانو ته به په ښاري معيار برابر ښارگوټى جوړ كړي.
تر دې وړاندې د كانونو وزير وحيدالله شهراني ويلي و، چې د عينكو د مسو سوداگريز توليد يا استخراج به په ۲۰۱۳م كال كې پېل شي، خو اوس داسې ښكاري، چې د دغه كان په سيمه كې امنيتي ستونزې، ماينونه او د لرغونو او تاريخي آثارو موجوديت هغه څه دي، چې دا كار يې ځنډولى دى.
د دغه كان په شاوخوا كې د سلگونو كورنيو موجوديت هغه بله مسئله ده، چې د استخراج په كار كې يې ستونزې راولاړې كړې دي، خو د كانونو وزارت وايي، كان ته نيژدې به دغو كسانو ته د استوگنې ښارگوټى جوړ كړي.
لوگر ولايت، چې د مسو كان په كې موقعيت لري په نسبتا نا امنو سيمو كې راځي، خو د كان د استخراج چارو د ولايت په امنيت مثبت اغېز كړى دى.
د عينك د مسو كان په افغانستان كې د خپل ډول لوى كان گڼل كېږي، چې د كابل ښار په دېرش كيلومترۍ كې په لوگر ولايت كې پروت دى.
له بلې خوا د افغانستان د كانونو وزارت وايي، په پام كې ده تر راتلونكو شپږو اوونيو پورې د افغانستان په شمال كې د افغان – تاجك د نفتي حوزې د استخراج د تړون كار پاى ته ورسېږي.
د كانونو وزير زياته كړه، چې د اټكل له مخې په دې حوزه كې د ۷۰۰ ميليون بېرلو په شاوخوا كې تېل موجود دي.