تازه خبرونه

تر راتلونکي پسرلي به له افغانستان څخه ټول امریکايي سرتېري را ووځي- پمپیو

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۵, ۱۳۹۹)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، چې تر راتلونکي پسرلي به له افغانستان څخه ټول امریکايي سرتېري را ووځي.

په قطر کې د خپلمنځي خبرو له روان بهیر سره – سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له بریبارت اوبسایت سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانانو خپلکنځي خبرې ډاډمنې روانې دي.

هغه زیاته کړې، چې واشنګتن به تر راتلونکي پسرلي پورې خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي؛ خو دا وېره یې ښودلې، چې اوس هم ځينې کړۍ د خپلمنځی خبرو د ګډوډولو هڅې کوي او غواړي امریکا د شل نورو کلونو لپاره په افغانستان کې ښکېله کړي.

هغه له افغان حکومت او طالبانو غوښتي، چې خپلمنځی خبرې ناکامۍ ته پرینږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پاکستان ته د سفر پر مهال په افغان سوله کې د اسلام آباد هڅې او مثبته ونډه ستایلې؛ خو د افغان ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې که له خپلمنځي خبرو څخه پر شا شي؛ سخت زیان به وویني.

خلیلزاد له دې مخکې ویلي و، چې ځينې کسان د خپلمنځی خبرو د پیل له کبله ځان په خطر کې ویني.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې په نظام هیڅ ډول معاملې ته چمتو ندی.

د ولسمشر لومړی مرستیال  امرالله صالح وایي: پر نظام به معامله تر سره نشي. امریکا ډاډ څرګند کړی که طالبان د خبرو له چواته ووځي؛ زیان به وویني.

افغانان بیا له خپلمنځي خبرو دا تمه لري، چې په لومړي پړاو خبرو کې باید پر اروبند سلا رامنځته شي.

د حزب وحدت مردم افغانستان د ګوند مشر محمد محقق ویلي؛ یوه اندېښنه شته، چې مونږ به نه د اوربند پرلوري ولاړ شو او نه هم د طالبانو د خبرو پر لوري.

تمه وه، چې د اجندا له مخې به خپلمنځي خبرې د دوشنبې پر ورځ پیل شي؛ خو د مذاکراتو د اصولو پر سر خبرو دغه بهیر یو څه ځنډولی دی.

Trending

Exit mobile version