1393ټاكنې
تر راتلونکې اوونۍ به نوی افغان ولسمشر ښکاره شي
د داکتر اشرف غني احمدزي د تیم غړي وايي، تر راتلونکې اوونۍ به نوی افغان ولسمشر ښکاره شي؛ خو د ټاکنو وروستۍ پایله به د افغانانو له پاره د خوښۍ وړ نه وي.
فواد ناصری گزارش راکوي، چې تر دې دمه د افغانستان ټاکنې د ولسمشرۍ د نوماندانو او ټاکنیزو بنسټونو له منگولو خلاص شوې نه دي؛ خو راتلونکیو ټاکنو ته ښځې په پراخه توگه سره نږدي کیږي.
د دوی په اند د نوماندانو تر منځ روانې ناندرې به د افغانستان نوې زېږیدلې دیموکراسي د تاریخ کندې ته ورټیل وهي.
د داکتر اشرف غني د تیم غړې صفیه صدیقي او د ولسي جرگې غړې شکریه بارکزۍ که څه هم د ټاکنو وروستۍ پایه د افغانانو له پاره گټوره نه بولي؛ خو ټینگار کوي، چې په څو راتلونکيو ورځو کې یې پایلې باید څرگندې شي.
د داکتر عبدالله عبدالله د تیم غړې حبیبه سرابي په ټاکنیز بهیر کې پر جوړوشویو درغلیو نیوکه کوي او هیله ښيۍ، چې د نوماندانو سیاسي خبرې یوه غوره پایله ولري.
د دیموکراسۍ د څار بنسټ رییس ذکریا بارکزی وایي، که روانې خبرې بې پایلې تر سره شی؛ بیا د متحد افغانستان هیله نشي کیدای.
هغه هېواد، چې له طالبانو وروسته یې ۶ ځلې ټاکنې تجربه کړي اوس هم د هغې په ترسره کولو کې له ستونزو سره مخ دی.