سیمه ییز خبرونه

تر راتلونکې یوې میاشتي به افغانستان په فضا کې د سپوږمکۍ لرونكې شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ وزیر د چارشنبې په ورځ( د سلواغې ۹) له اروپایی یوتل ست شرکت سره د دې سپوږمکۍ د نصبولو د تړون د لاسلیک پر مهال وویل:

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی د وزیر په وینا، دا سپوږمکۍ به هر کال ۱۵ میلیون دالر عاید ولري او د پېنځه کلونو لپاره به فعالیت وکړي.

ښاغلي امیرزی سنگین په ډاگه كړه، چې، دا سپوږمکۍ به تر راتلونکې یوې میاشتې د(افغان ست ۱) تر نامه لاندې په فضا کې فعالیت پیل كړي.

د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژئ وزیر وویل: د دي سپوږمکئ په نصبولو به د افغانستان د تلویزیوني نشراتو لپاره پر ډېرې فضا سربېره به په گاونډ هېوادونو، مرکزي آسیا او منځني ختیځ کې هم پراخوالی ومومي او همدارنگه به انترنیتې او تیليفوني خدمتونه له یو بل سره د دولتي ادارو له لارې ونښلوي او د هېواد د پوځې ځواکونو د اړیکو په ټینگولو کې به آسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ وزیر زیاته کړه، دا سپوږمکئ لس کله وړاندې د یوتل ست شرکت لخوا لیږل شوې وه . اوس هم ختیڅ لوري ته د ۴۸ درجو په څرخيدو له افغانستان سره تړاو لري. د دې سپوږمکۍ لگښت ۱۰۰ میلیون دالرو ته رسیږي، چي د یوتل ست شرکت لخوا ورکړشوي دي.

د یوتل ست اروپایې شرکت مشر وایي: دا سپوږمکۍ د ځمکې په ۳۶ زره کیلومتره واټن کې ځاى نیسي، چي له نن څخه تر راتلونکې یوې میاشتي به گټي اخیستنې ته چمتوشي.

Trending

Exit mobile version