سیمه ییز خبرونه
تر سبا غرمې به د ټاكنو ټول توكي راى مركزونو ته ورسيږي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ټاكنو خپلواك كميسيون چارواكي وايي، د ټاكنو ټول بنسټيز توكي به تر سبا غرمې ټولو راى مركزونو ته ليږدول كيږي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند نورمحمد نور نن( د غبرگولي۲۲) په يو خبري كنفرانس كې د دواړو نوماندانو د څارونكيو په اړه وويل:
د دواړو نوماندانو د ټاكنيزو دفترونو د ۶۰ زره څارونكيو اسناد بشپړ شوي او د ۴۰ زره نورو ورته تر سبا وخت وركړ شوى دى.
ښاغلي نور زياته كړه، د رڼو ټاكنو په هيله به د ټاكنو د پايلو جدولونه له دواړو ټاكنيزو دفترونو سره شريك شي، چې په دې اړه بشپړ ډاډ رامنځته شي.