تازه خبرونه

تر لس ورځو به د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلان شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 د ټاکنو خپلواک کمیسیون سرچینې وايي، چې تر لس ورځو به د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره چمتوالی ترسره کوي؛ د ارګ لخوا د یو بل مهم ماموریت د پیلولو دنده ورته سپارل شوې ده.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ ولسمشر د ټاکنو خپلواک کمیسیون له مسوولینو د یکشبنې  پر مازیګر وغوښتل، چې باید ژر تر ژره د ولسمشریزو ټاکنو نېټه هم اعلان کړي.

ولسمشر دغه راز غوښتي، چې  ټاکنو ته د نوملیکنې له پایلې دې هم خلک ډاډه شي.

د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله هم د وزیرانو په ناسته کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته څرګنده کړې، چې د ملي وحدت حکومت د رهبرۍ له غوښتنې سره سم دې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو نېټه په ډاګه کړي.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وايي، چې په لنډو څو ورځو کې به د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلان شي؛ خو تر هغې دې روان سیاسي وضعیت هم د ښه کیدو لوري ته وغزول شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی سید حفیظ الله هاشمي وایي: د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کولو لپاره د سیاسي ګوندونو، جهادي مشرانو، مدني او نړیوالې ټولنې مرسته هم اړینه ده او په دې اړه هیله من هم یو.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره پیل شوي کارونه او عملیات د سیاسي ګوندونو له نیوکو سره مخ دي؛ خو که له دې سره همهاله د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د عملیاتو د پیلولو غوښتنه کیږي.

اوس پوښتنه داده، چې آیا د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر چارو به څه اغېزه وکړي؟

د دغې پوښتنې ځواب ته د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی رييس فضل احمد معنوي وایي: ولسمشرۍ پوهیږي، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې بحراني کیږي؛ خو دا کار ولسمشري ډاډمنوي ، چې د ولسمشریزو ټاکنو وخت وغزوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر چارو نیوکې تر دې بریده دي، چې ویل کیږي د نوملیکنې په شمېرو کې یې څو میلیون مبالغه کړې او ناسم شمېر یې اعلان کړی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی ویاند نور محمد نور ویلي، چې دغه رهبري په خپلو کورنیو کارونو کې پاتې راغلې او نشي کولی د مهالوېښ له مخې چارې تر سره کړي.

ټاکل شوې، چې د تلې پر اته ویشتمه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې تر سره شي؛ خو له دې مخکې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو او عملیاتو په اړه په اعلان شويو شپږ نېټو عمل نه دی کړی.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version