تازه خبرونه

تر هغې، چې اشرف غنی په واک کې وي؛ د سولې خبرې نکیږي – عمران‌ خان

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۱, ۱۴۰۰)

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون چارشنبه ویلي: د طالبانو مشرانو ورته په ډاګه کړې؛ تر هغې به د سولې په خبرو کې ګډون ونکړي، چې اشرف غني ولسمشر وي.

عمران خان پرون په خپل کور کې بهرنیو خبریالانو ته ویلي: درې یا څلور میاشتې مخکې، چې د طالبانو لوړ پوړي مشران پاکستان ته راغلي وه؛ هڅه مې وکړه، چې سولې ته یې وهڅوم… د طالبانو شرط دادی: تر هغې، چې اشرف اشرف غني هلته په واک کې وي؛ مونږ له دې حکومت سره خبرې نکوو.

دا په داسې حال کې ده، چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازي دا مهال د حکومتي او طالب استازیو سره د اګست له ۳۱ مخکې، چې ټول بهرني سرتېري له افغانستان څخه په رسمي بڼه وځي؛ د اوربند په اړه وروستۍ هڅې کوي.

رویټرز د پاکستان لومړي وزیر ویلي؛ … افغان حکومت اوس هڅه کوي امریکایان وهڅوي، چې بېرته افغانستان ته ستانه او بیا ښکېل شي.

هغه په دې اړه زیاته کړې؛ امریکا دلته ۲۰ کلونه تېر کړي… په دې شل کلونو کې ترې څه پاتې دي، چې اوس یې ترسرهکړي؟!

که څه هم امریکایي ځواکونه اوس هم د طالبانو د پرمختګونو پر وړاندې له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره هوایي بریدونه روان ساتلي؛ خو تر دې دمه دا روښانه نده، چې آیا دا ملاتړ به د اګست له ۳۱ وروسته هم روان وي او کنه!؟

عمران خان دا هم ویلي، چې پاکستان په ښکاره ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په پاکستان کې د امریکا پوځي اډې نه غواړي.

Trending

Exit mobile version