سیمه ییز خبرونه

تر څو، چې افغانستان كې فقر له منځه ولاړ نشي د سولې راتلل امكان نلري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغان ولسمشر دوهم مرستيال په كابل كې د يو كرنيز نندارتون د پرانيستلو پر مهال ووېل، ترهغو، چي په افغانستان كي فقر له منځه ولاړ نه شي تر هغو د سولي راتلل امكان نلري.

د ولسمشر دوهم مرستيال محمد كريم خليلي، چي د كرنيزو محصولاتو په دغه نړيوال ننداتون كي برخه درلوده، وويل:

د دغه ډول نندارتونونو جوړول د هېواد داخلي توليداتو ته په سيمه ييزه او نړيواله كچه د بازار موندنې په برخه كې گټور دي.

نوموړې زياته كړه، چې له همدې لارې كولاى شو په هېواد كې توليداتو، كار موندنه او د فقر د له مېنځه وړلو زمينه برابره كړو.

نوموړې فقر او بې روزگاري د تاوتريخوالي او د سولې د نه پلې كېدو عامل بولي.

كريم خليلي زياتوي، چې كه څه هم په تېرو څو كلونو كې يو شمېر پرمختگونه شوي دي، خو افغانستان بايد تر ۲۰۲۴ كال پورې د كرنې له لارې په پښو ودرېږي.

د كرني اومالدارى وزير محمد آصف رحيمي وايي:

په تېرو دريو كلونو كې د كرنې په برخه كې گڼ پرمختگونه شوي دي.

نوموړي زياته كړه، چې په تېرو لسو كلونو كې يو عشارېه دوه ميليونه هكتاره ځمكه خړوبېده، چې تېر كال دا كچه دوه عشاريه پنځه ميليونه هكتاره ځمكې ته رسېدلې ده.

رحيمي هم دغه نندارتون د سيمې او افغان  كروندگرو او سوداگرو تر مېنځ د اړيكو د پېدا كولو لپاره گټور بولي.

د كرني وزارت د مسئولينو په وېنا تېر كال هم په ورته نندارتون كي د نړيوالو سوداگرو له خوا د څلوېشتو ميليونو ډالرو په ارزښت افغاني توليدات او محصولات اخيستل شوي وو، چې دا ځل هم ورته هيلې موجودې دي.

Trending

Exit mobile version