سیمه ییز خبرونه

تر څو، چې په كورونو د امريكايي ځواكونو عمليات بند نه شي نو تړون به لاسليك نه شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

تر څو، چې د افغانانو په كورونو د امريكايي ځواكونو عمليات بند نه شي نو له امريكا سره به امنيتي تړون لاسليك نه شي. افغان ولسمشر حامد كرزى د دغه مطلب په څرګندولو سره وايي، چې د افغانستان د امنيت ټينګښت د امنيتي تړون له پاره د كابل لومړى شرط دى.

افغان ولسمشر حامد كرزي د مشورتي لويې جرګې د پرېكړې د اورېدو وروسته يو ځل بيا د دغه تړون د لاسليك  لپاره پر يو شمېر مهمو شرطونو ټينګار وكړ.

ولسمشر امريكا ته د پوځي اډو وركول يو ګران كار وباله، خو زياته يې كړه چې د افغانستان خلكو دغه غوښتنه له مجبوريت څخه منلي ده.

د دغه امنيتي تړون د لاسليك لپاره لومړى شرط د امريكايي سرتېرو له خوا د افغانانو د كورونو د تلاشي او عملياتو بندېدل په ډاګه شوى دى.

ولسمشر وايي، چې له امريكا سره د امنيتي تړون د لاسليك  لپاره د افغانستان د خلكو موافقه له امريكا سره د افغانانو ښه نيت ښكاره كوي نو د دې له همدي امله دې امريكا هم په افغانستان كې د سولې د تينګښت لپاره له صداقت څخه كار واخلي .

افغان ولسمشر همدارنګه وويل، د دې له امله به دغه تړون په بېړه لاسليك نه شي، چې غواړي په افغانستان كې د تل پاتې سولې د ټينګښت لپاره له امريكا څخه نور ضمانتونه هم واخلي خو نوموړي په دې باب څه ونه ويل، چې دغه تړون به كله لاسليك شي.

خو كله چې د مشورتي لويې جرګې رئيس حضرت صبغت الله مجددي له ولسمشر څخه وغوښتل تر څو دغه تړون ژر تر ژر لاسلیك كړي ولسمشر يو ځل بيا دريځ ته ولاړ.

افغان ولسمشر په دې باور دې، چې له دوه اوونيو را په دې خوا، چې د مشورتي لويې جرګې لپاره په چمتوالي بوخت وو د امنيتي ځواكونو او ملكي وګړو په مرګ ژوبله كې د پام وړ كموالى راغلى دى.

د دغه تړون د لاسليك سره به په افغانستان كې د امريكا د لسو څخه تر پنځلسو زرو سرتېرو شتون به د لسو كلونو لپاره  قانوني شي.

Trending

Exit mobile version