تازه خبرونه

تر کرسمسه باید خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسو- ترمپ

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۷, ۱۳۹۹)

کله، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار تر راتلونکي کاله په افغانستان کې د ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته پر رسولو ټینګار څرګند کړ؛ نو ترې یوه ګړۍ وروسته ولسمشر دونالد ترمپ تویت کړه، چې تر راروان کرسمسه باید ټول ځواکونه په خپلو کورونو کې وي.

دونالد ترمپ په ډاګه کړې: زمونږ دا پاتې لږ شمېر زړور نرینه او ښځینه، چې خدمت کوي، باید تر کرسمسه په کورونو کې وي.

د ترمپ له تویت مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرت ایبراین ویلي وه، چې امریکا اوسمهال په افغانستان کې ۵۰۰۰ سرتېري لري او د کال تر پایه به دا شمېرنیمایي شي.

ایبراین ویلي؛ په پای کې پخپله افغانان اړ دي، چې د سولې هوکړې ته ورسیږي. دا ستونزمن بهیر به ورو ورو پرمختګ وکړي؛ خو مګر مونږ فکر کوو، چې دا یو اړین ګام دی او امریکایان نور باید کورونو ته راستانه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې رویترز څرګنده کړې، چې تر دې دمه روښانه نده، چې ترمپ به د وتلو فرمان ورکړي او که یوازې خپله هیله تر ژبې رسوي.

ترمپ، چې په راتلونکې میاشت کې د بیا ټاکنوغوښتونکی دی، د خپل بهرنۍ سیاست بنسټ له روانې خنډنې جګړې څخه وتل بولي.

امریکا او طالبانو د سږکال په فبرورۍ کې د دوحې د سولې راوستلو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو بشپړ وتل هم یو شرط دی. له هغه وخت راپدیخوا امریکایي سرتېري له ۱۳۰۰۰ څخه ۸۶۰۰ ته راکم شوي او اوس د ملي امنیت سلاکار ويلي، چې دمګړۍ په افغانستان کې ۵۰۰۰ سرتېري پاتې دي، چې د ترمپ د څرګندونو له مخې به پول سرتېري سږنی کرسمس په خپلو کورونو کې له خپلو خپلوانو سره ونمانځي.

طالبانو د ترمپ له څرګندونو هرکلی ګړی او د دوحې تړون ته یې خپله ژمنتیا یو ځل بیا په ډاګه کړې ده.

Trending

Exit mobile version