نړۍ
تر ۲۰۳۵ز.کال پورې به د مسلمانانو شمېر له عیسویانو ډېر شي – «پیو» مرکز
د دې مرکز د څېړنو له مخې؛ اټکل کېږي، چې تر ۲۰۳۵ز.کال پورې به د مسلمانانو شمېر ۲.۵۷ میلیارډ ته ورسېږي. په داسې حال کې، چې د عیسویانو شمېر به شاوخوا ۲.۵۲ میلیارډ ته ورسېږي.
په امریکا کې «پیو» څېړنیز مرکز اټکل کړی، چې د اسلام د پیروانو شمېر به د راتلونکې لسیزې تر نیمايي پورې له عیسویت څخه ډېر شي او د نړۍ تر ټولو ستر دین به وګرځي.
د دې مرکز د څېړنو له مخې؛ اټکل کېږي، چې تر ۲۰۳۵ز.کال پورې به د مسلمانانو شمېر ۲.۵۷ میلیارډ ته ورسېږي. په داسې حال کې، چې د عیسویانو شمېر به شاوخوا ۲.۵۲ میلیارډ ته ورسېږي.
« پیو» مرکز په مسلمانانو کې د زېږون د کچې زیاتوالی د دې زیاتوالي اصلي لامل بولي.
د راپور له مخې، له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۵ز. کال پورې هرې مسلمانې ښځې پر منځنۍ کچې ۳.۱ ماشومان او هرې عیسوۍ ښځې ۲.۵ ماشومان زېږولي دي.
دغه راز د نورو دینونو د پیروانو ترمنځ د زېږون منځنۍ کچه په هره ښځه کې ۱.۶ ماشومان ول؛ دغه کچه د نسلونو د ځای ناستي کېدا لپاره له اړینې ۲.۱ کچې څخه ټیټه ده.
په واشنګټن کې میشت دغه څېړنیز مرکز ويلي، د نفوس طبیعي زیاتوالی( د مړینو پر پرتله د زېږونونو ډېرېدل) د مسلمانانو او عیسویانو د نفوس د جوړښت د بدلون تر ټولو مهم لامل دی؛ خو د اسلام دین ته اوښتل هم د دغه دین د پیروانو د شمېر د زیاتېدا یو عامل دی.
د دین بدلون
د تېرو بدلونونو پر بنسټ اسلام او عیسویت به دواړه د دین د بدلون له کبله د خپلو ځینو پیروانو له لاسه ورکولو سره مخ شي؛ خو اټکل کېږي: له اسلام څخه د نورو دینونو پر لور د اوښتونکو مسلمانانو شمېر به د هغو عیسویانو پر پرتله ډېر کم وي، چې خپل دین بدلوي.
د دغو اټکلونو له مخې، له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۷۰ز.کال پورې به اسلام د دین د بدلون له کبله شاوخوا اته میلیون پیروان له لاسه ورکړي. په داسې حال کې، چې د عیسویت لپاره دغه شمېر شاوخوا ۱۰۵ میلیون اټکل شوی دی.
دغه راز تمه ده، چې د نړۍ نفوس به ۲۹ سلنه زیات شي.
د دغې څېړنې له مخې؛ اسلام او عیسویت به یوازې هغه دینونه وي، چې د پیروانو د نفوس وده به یې د نړۍ د ټول نفوس له ودې سره برابره یا تر هغې زیاته وي. د مسلمانانو شمېر به ۸۰ سلنه او د عیسویانو شمېر به ۳۰ سلنه زیات شي.
د هندوییزم د پیروانو شمېر به هم زیات شي؛ خو تمه کېږي، چې د نړۍ په نفوس کې به د هغوی ونډه تر ۲۰۷۰ز.کال پورې ۱۳.۶ سلنې ته راټیټه شي. د یهودیانو ونډه به هم ۰.۱۷ سلنې ته راکمه شي.
همدارنګه اټکل کېږي، چې د بودایانو شمېر به هم د پیروانو له پلوه او هم د نړۍ په نفوس کې د ونډې له پلوه راکم شي او تر ۲۰۷۰ز.کال پورې به ۲.۵ سلنې ته ورسېږي.
د بېدینه کسانو د ونډې کمېدل
د دغې څېړنې له مخې، د نورو دینونو د پیروانو شمېر، چې بهایان، تاویستان، جینان، سیکان او د دودیزو دینونو پیروان هم په کې شامل دي؛ لږ څه زیات شي؛ خو په نړۍ کې به د هغوی د ټولې ونډې کچه تر ۲۰۷۰ز.کال پورې له دوه سلنې څخه کمه شي.
د هغو کسانو ونډه، چې له یېڅ دین سره تړاو نهلري؛ په دې ډله کې ملحدان او هغه کسان هم رانغاړي، چې د خدای د شتون په اړه ډواډمنه پوهه نهلري، له ۲۰۲۰ز.کال څخه تر ۲۰۷۰ کال پورې له ۲۴ سلنې څخه ۱۷ سلنې ته راکمه شي.
په دې څېړنه کې د دینونو د پیروانو د جغرافیایي وېش د پام وړ بدلونونو په اړه هم معلومات ورکړ شوي دي.
اټکل کېږي، چې تر ۲۰۷۰ز.کال پورې به عیسویت په امریکا کې تر ټولو ستر دین وي؛ خو نور به د دغه هېواد د نفوس اکثریت نه جوړوي. دغه راز د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت به له امریکا څخه مخکې شي او په نړۍ کې به د عیسویانو د تر ټولو ډېر شمېر لرونکی هېواد وګرځي.
#آریانانیوز #اسلام #مسلمانان #عیسویت #عیسویان #پیوڅېړنیزمرکز #دین #دینبدلون #دنړۍنفوس #مسلماناناوعیسویان