سیمه ییز خبرونه

د هلمند ولايت خلكو په كابل كې لاريون وكړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

لسگونو هلمندي وگړو په كابل كې د يوه لاريون په ترڅ كې څرگنده كړه، چې دولت له پامه غورځولي دي. دوى وايې، كه څه هم د سيمه ييزو چارواكو له لوري ورته د مرگ گواښونه شوي، خو د خپلو حقونو د تر لاسه كولو لپاره دغلته را ټول شوي دي.

د هلمند يو شمېر وگړو د اوبو او انرژۍ وزارت پر وړاندې په يوه سوله ييز لاريون كې له اړوندو چارواكو وغوښتل، چې ستونزې يې ور حل كړي. (برېښنا، روغتيا او زده كړې د هلمند لپاره) د اعتراض كوونكو شعار وو.

د هلمند قومي مشران ميرزا محمد سليمان خيل او سيد عليشاه وايې، څو پورې، چې حكومت د دوى غوښتنو ته مثبت ځواب ورنكړي، دوى به له كابله ولاړ نه شي.

د اوبو او انرژۍ وزير لس تنه معترضين خپل دفتر ته وغوښتل، څو د هغوى د ستونزو په باب ور سره خبرې وكړې.

تر يو ساعت خبرو وروسته د معترضانو استازي د برېښنا د ستونزې د حل لپاره د اوبو او انرژۍ د وزير له ژمنو راضي شول.

په ځينو مواردو كې داسې شوي، چې د ځينو ولايتونو ستونزو ته د مسئولو دولتي بنسټونو نه رسيدگي خلك كابل ته د اعتراض لپاره را كاږلي دي او دوى د وزارتونو جگپوړو چارواكو ته خپلې ستونزې رسولي دي.

Trending

Exit mobile version