Connect with us

تازه خبرونه

د ۱۰ اسلامي هېوادونو دیني عالمانو او پانګوالو له پنجشېر ولایت څخه لیدنه وکړه

 د پنجشېر له والي محمد آغا حکیم سره په لیدنه کې دې پلاوي ژمنه کړې، چې د افغانستان رښتینی انځور به اسلامي نړۍ او نړیوالو پانګوالو ته ورسوي.

خپور شوی

د

Last Updated on: زمری ۲۱, ۱۴۰۴

 د قطر، سعودي‌عربستان، ترکیې، بحرین، عراق، عمان، مالیزیا، فلسطین، سوریې او هند هېوادونو دیني عالمانو او پانګوالو پنجشېر ولایت ته د سفر پر مهال په دې ولایت کې د سوداګرۍ د پراختیا او پانګونې پر ترسره کولو ټینګار څرګند کړ.

 د پنجشېر له والي محمد آغا حکیم سره په لیدنه کې دې پلاوي ژمنه کړې، چې د افغانستان رښتینی انځور به اسلامي نړۍ او نړیوالو پانګوالو ته ورسوي.

د افغانستان د څه نا څه پنځوس کلن بحران پای ته رسېدو او امنیتي وضعیت ښه‌کېدو ته په نغوته کې د پنجشیر والي زیاته کړې: پدې کلونو کې د هېواد بېخبنا سخته زیانمنه شوې؛ خو اوس د پانګونې لپاره بې‌ساري فرصتونه برابر شوي دي.

هغه د اسلامي هېوادونو له پانګوالو وغوښتل، چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د بنسټونو د بیارغونې په برخه کې؛ په ځانګړي توګه د پوهنې، روغتیا، کرنې او کانونو په برخو کې پانګونه وکړي.

په غونډه کې د یمن د عالمانو شورا مشر ډاکټر عبدالله الزنداني د افغانستان امنیت “بې‌ساري” وباله او ژمنه یې وکړه، چې د افغانستان رښتینې څېره به اسلامي نړۍ ته معرفي کړي.

قطري پانګوال محمد حسن العمادي هم په ګرځندوی او کرنې برخو کې د پانګونې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.

د اسلامي مالي بورډ مشر او یمني سوداګر خالد ویلي، چې هېواد یې د افغانستان له نوي اسلامي نظام سره مرسته کوي، چې پر ټینګو بنسټونو ودریږي.

هغه زیاته کړې؛ تمه ده، چې شاوخوا ۲۵۰ شرکتونه او د اسلامي هېوادونو پانګوال هر یو په افغانستان کې ۹۰۰ زره  امریکایي ډالر پانګونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو کلونو راپدېخوا د پنجشېر د سیمه‌ییزې ادارې د هڅو له کبله دې ولایت ته د بهرنیو پانګوالو پاملرنه زیاته شوې او د بېلابېلو هېوادونو پلاويو د اقتصادي فرصتونو د ارزولو لپاره دې ولایت ته سفر کړی دی.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!