سیمه ییز خبرونه

تلپاتې سولې ته رسيدل به د كابل او اسلام آباد په گټه وي- جان كيري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په داسې حال كې، چې د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري په بروکسل کې د افغانستان او پاکستان خبرې گټورې بللي؛ خو وايي، چې تلپاتې سولې ته رسيدل به د كابل او اسلام آباد په گټه وي.

په كابل كې يو شمېر سياستوال وايي، چې په بروكسل كې د لومړي ځل لپاره افغان او پاكستانيو چارواكو يو له بل سره په مستقسم ډول خيلې غوښتنې مطرح كړي دي.

په بروكسل كې د ناټو د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه كې د افغانستان، پاكستان او امريكايي چارواكو د ځانگړې ناستې لاسته راوړنې او پرمختگونه اوس هم گونگ پاتې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلاميه كې يوازې د امريكا د بهرنيو چارو د وزير جان كيري پر څرگندونو تكيه شوې ده.

جان كري په غونډه كې په نظامي او سياسي مسايلو شوې خبرې گټورې او له پرمختگونو سره مل بللې او وايي، چې درې واړو اړخونو د دغه راز غونډو د دوام  ژمنه كړې ده.

د هېواد يو شمېر سياستوال په بروكسل كې د امريكا په نوښت د افغان او پاكستانيو چارواكو خبرې جدي بولي؛ خو زياتوي، چې:

په مطرح شويو مسايلو كې هيڅ پرمختگ نه دى شوى.

له هند سره د ورته ستراتيژيك تړون لاسليك، د كونړ په اوبو كې د قانوني حق غوښتنه، د ديورند كرښې په رسميت پېژندل هغه غوښتنې دي، چې د سياستوال احمد سعيدي په باور، پاكستان له افغان چارواكو څخه د بروكسل په غونډه كې كړي دي.

له بلې خوا د افغانستان په كورنيو چارو كې له لاسوهنې لاس اخيستل، د ترهگرو د پټنځايونو له منځه وړل او د افغان دولت په غوښتنه د پاكستان له زندانونو د طالب زندانيانو خوشې كول هغه غوښتنې دي، چې د پوځي كار پوه جاويد كوهستاني په خبره افغان پلاوي له پاكستاني پلاوي څخه كړي دي.

نوموړى زياتوي، كه امريكا پر پاكستان فشار راوړي؛ نو د بروكسل په څير غونډې به په افغانستان او سيمه كې د روانو ستونو په حل كې مرسته وكړي.

د يادونې وړ ده، چې په بروكسل كې د امريكا، افغانستان او پاكستان د پلاوي د غونډې په پاى كې كومه اعلاميه هم نده خپره شوې؛ خو د امريكا د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې بيځايه ژمنې ندي په كار او خپلو هېوادونو ته له ستنيدو سره سم په كارده، چې  خپل مشخص مسووليتونه او دندې، چې په وړاندې مو پرتې دي بايد سرته ورسوو.

د يادونې وړ ده، چې د تېر كال په ژمي كې د لندن په كوبتوب ورته درې اړخيزه ناسته جوړه شوې وه؛ خو په سيمه كې د آسانۍ د رامنځته كولو په ځاى ورسره ستونزې نورې هم پراخه شوې.

Trending

Exit mobile version