سیمه ییز خبرونه
تمه ده، چې د طالبانو استازي په مشورتي لويه جرگه كې برخه واخلي- حسيني
د مشورتي لويې جرگې د دايرولو كميسون وياند وايي تمه ده، چې د طالبانو استازي به د كابل او واشنگتن ترمنځ د امنيتي هوكړه ليك لپاره په رابلل كيدونكې مشورتي لويه جرگه كې برخه واخلي.
د مشورتي لويې جرگې د دايرولو كميسون وياند عبدالخالق حسني پشه يي وايي:
دغه ډله كه څه هم په افغانستان كې د ناتو او امريكايي ځواكونو سرسختي مخالفين گڼل كيږي؛ خو حكومت بلنه وركوي، چې د واشنگتن او كابل ترمنځ د امنيتي هوكړه ليك په اړه په دايريدونكي لويې جرگې كې گډون وكړي او مشورې وركړي.
ښاغلى عبدالخالق حسني پشه يي زياتوي، له تاوتريخوالو لاس اخيستل او د افغانستان اساسي قانون ته غاړه كيښودل هغه شرطونه دي، چې حكومت يې په مشورتي لويه جرگه كې د گډون لپاره د وسله والو طالبانو مخې ته ږدي.
كه څه هم اسلامي گوند په دې جرگه كې خپل گډون رد كړى؛ خو د ښاغلي پشه يي په وينا، د دې گوند په استازيتوب ۱۵ كسان جرگې ته د گډون لپاره معرفي شوي او طالبان هم كولى شي چې دغه كار وكړي.
د يادونې وړ ده، چې طالبان دا مهال د افغان او بهرنيو ځواكونو په وړاندې د جگړې اصلي اړخ گڼل كيږي.
