تازه خبرونه
تمه ده، چې فضل الرحمن به پر ټي ټي پي د خبرو لپاره کابل ته راشي
ټاکل شوې، چې د یکشنبې پر ورځ ( د مرغومي اووه لسمه) د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان کابل ته راشي شي چې او د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدنې پر مهال د تحریک طالبان پاکستان پر موضوع خبرې وکړي.
د پاکستان ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د فضل الرحمان مذهبي نفوذ کولی شي د اسلامي امارت او اسلامآباد ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي.
دغه راز د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې تائید کړې؛ ټاکل شوی، چې نن د پاکستان د جعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د یوه پلاوي پر مشرۍ کابل ته راشي.
د راپورونو له مخې؛ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (ف) د مشر پر مشرۍ به یو ۱۱ کسیز پلاوی، چې په کې د جنوبي وزیرستان پخوانی استازی مولانا جمال الدین محسود، مفتي ابرار او د حقاني دیني مدرسې غړي شامل دي؛ د اسلامي امارت د مشر ملا هبةالله اخوندزاده پر بلنه افغانستان ته سفر وکړي.
د اسلامي امارت او اسلامآباد اړیکې له تېرو څو میاشتو راپدیخوا ترینګلې دي. پاکستان په پرلهپسې توګه پر اسلامي امارت تور لګوي، چې د ټي ټي پي وسلوالو ته یې پر پاکستان د بریدونو لپاره پناه ورکړې ده.
اسلامي امارت د پاکستان دا ادعاوې تل رد کړي او څرګندوي، چې هیچا ته به د نورو پر ضد د افغانستان د خاورې کارولو اجازه ورنه کړي.