تازه خبرونه

تهران ته د بهرنيو چارو  وزارت د  چارسمبالي سفر

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۹, ۱۴۰۰)

د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي مولوي امیر خان متقي پر مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی ایران ته تللی او ټاکل شوې، چې د دغه هېواد له چارواکو سره وګوري.

مولوي متقي ويلي، چې په دې سفر کې به له ایراني چارواکي سره د دواړو هېوادونو پر ډیپلوماټیکو اړیکو، د کډوالۍ ستونزې، بشري مرستو، سوداګرۍ او اقتصاد په اړه خبرې وشي.

نوموړي زیاته کړې؛ په دې سفر کې له مونږ سره د سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو چارسمبالي، د مالیې وزارت مرستیال، د کډوالو چارو او د صنایعو وزارت مرستیال او یو شمېر نور ملګري مل دي. هیله ده، چې دا سفر ګټور وي او په بېلابېلو برخو کې همغږي او هوکړې رامنځته شي او د تېلو بیې راټیټو کړو.

دا لومړی ځل دی، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د حکومت پلاوی تهران ته ځي.

د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد له افغانستان سره د ايران اړيکې مهمې بولي او هيله څرګندوي، چې د دغه پلاوي له سفر سره به د دواړو هېوادونو اړيکې او همکارۍ نورې هم پراخه شي.

ایران د افغانستان لویدیځ ګاونډ دی، چې له افغانستان سره په سوداګریزو او اقتصادي چارو کې یې رول مهم بلل کېږي؛ خو په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور له کبله کم شوی دی.

د نړیوالو اړیکو کارپوه عزیز معارج ویلي: اصلي مسله دا ده، چې دوی له ایران سره ښې اړیکې غواړي او له هغوی څخه د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندنه غواړي او ټاکل شوې، چې په دوحه کې له روسیې او امریکا سره یوه غونډه جوړه شي. ترکیه، قطر او ایران دا هم مهمه ده، چې ایران هلته افغانستان په ښه توګه یاد کړي.

د سیاسي چارو شنونکی ولي فروزان وایي: اوسمهال ایران د اټومي تړون په مسله کې تر بحث لاندې دی او همدارنګه د قاسم سلیماني د مړینې کلیزه هم د؛ نو غواړي، چې پر امریکا د فشار راوړلو له لارې له طالبانو (اسلامي امارت) څخه څه ګټه پورته کړي.

ایران له افغانستان سره ۹۰۰ کیلومټره ګډه پوله لري، سره له دې، چې د کارپوهانو پر اند ایران او اسلامي امارت د امریکا په مخالفت کې ګډ دریځ لري؛ خو تهران تر اوسه د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت ندی پېژندلی او تل یې پر اسلامي امارت غږ کړی، چې یو جامع حکومت جوړ کړي.

Trending

Exit mobile version