سیمه ییز خبرونه

تهران ته د لاوروف په سفر کې د اټومي پروګرام په اړه د تهران او مسکو دریځونه همغږي شول

ولادمیر پوتین او مسعود پزشکیان د مرغومي پر نولسمه په مسکو کې سره ولیدل او د مسکو او تهران ترمنځ یې سټراتیژیک هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

Published

on

تهران ته د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یو ورځني سفر او د ایران له ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر مسعود پزشکیان او عباس عراقچي سره په لیدنه کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د دواړو هېوادونو دریځونه همغږي شوي دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې د سې‌شنبې پر ورځ ( د کب اوومه ) خپره شوې، راغلي: ” په دې سفر کې لاوروف د اسلامي جمهوریت له ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر سره د دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو مسلو په اړه پراخې مشورې وکړې او د ایران د اټومي تړون او پروګرام په اړه  دواړو هېوادونو ګډ دریځ څرګند کړ.”

په خبرپاڼه کې د څرګند شوي دریځ په اړه جزئیات وړاندې شوي ندي.

د ایران حکومت ته نږدې خبري سرچینو هم له مسعود پزشکیان او عباس عراقچي سره د لاوروف د خبرو جزئیات ندي ذکر کړي او یوازې یې راپور ورکړی، چې دواړو خواوو په دې ناسته کې د همکارۍ پراخولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د جامع سټراتیژیک تړون پر پلي کولو ټینګار کړی دی.

ولادمیر پوتین او مسعود پزشکیان د مرغومي پر نولسمه په مسکو کې سره ولیدل او د مسکو او تهران ترمنځ یې سټراتیژیک هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د سلواغې پر  پېنځمه پزشکیان ویلي وه؛ د دې یادداشت پر بنسټ، پر ایران او روسیې د برید په صورت کې دواړه هېوادونه به اړ وي، چې همکاري وکړي.

د روسیې تاس خبري سرچینې له دې مخکې راپور ورکړی و، چې په تړون کې د ګډې دفاع ژمنه شوې نده.

دغه راز لاوروف له عباس عراقچي سره له لیدنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې ویلي؛ مسکو اوس هم پدې باور دی، چې د ایران د اټومي پروګرام پورې اړوند مسلو د حل لپاره ډیپلوماټیکې حل لارې شته دي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم پدې ناسته کې ټینګار کړی، چې تهران به له واشنګټن سره تر هغه وخته خبرې ونکړي، چې د ایران د حکومت پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ د بشپړ فشار پالیسي پخپل ځای پاتې وي.

هغه له سرګي لاوروف سره په خپلو خبرو کې د اټومي دوسیې بیاکتنې ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي: “نن مونږ له نږدې مشورې وکړې او زمونږ حقوقي، سیاسي او متخصصې ډلې له یو بل سره په دوامداره توګه په تماس کې دي.” “موږ به دا اړیکې روانې ساتو.”

هغه د اټومي خبرو اترو په اړه د ایران دریځ روښانه وباله او زیاته یې کړه: “مونږ به د فشار، ګواښ یا بندیزونو لاندې خبرې اترې ونکړو. زمونږ او د امریکا ترمنځ به د اټومي مسلې په اړه د مستقیمو خبرو اترو هیڅ امکان نشته؛ ځکه، چې بشپړ فشار په پام کې نیول شوی دی.”

د کب پر شپاړسمه ټرمپ د ایران پر وړاندې د بشپړ فشار پالیسۍ د پلي کولو او د ایران د تېلو صادرات صفر ته راټیټولو لپاره یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ. دا فرمان پر تهران فشار راوړي، چې خپل اټومي پروګرام ودروي.

Trending

Exit mobile version