تازه خبرونه

تهران د طالبانو او حکومتي پلاوي تر منځ د ناستې کوربه دی

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۶, ۱۴۰۰)

نن چارشنبه د چنګاښ ۱۶ په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ د طالبانو د پلاوي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د استازیو تر منځ درې اړخیزه غونډه جوړه شوه.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، چې  د د وی يو لوړ پوړی پلاوی د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دوه اړخیزو موضوعاتو د څېړلو لپاره ګاونډ هېواد ایران ته سفر کړی دي.

نعیم زیاته کړې؛ دغه سفر د ایران پر رسمي بلنه ترسره کیږي او پر ایراني چارواکو سربېره به له ځينو افغان شخصيتونو سره هم لیدنه ولري.

هغه زیاته کړې طالب پلاوی به په دې ناستو کې د هېواد د روان وضعيت او د خبرو اترو له لارې د ستونزو د اوارۍ په موخه بحث او د نظر تبادله وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ناستې د پرانستې پر مهال د وینا په یوه برخه کې ویلي : د افغانستان خلک او سیاسي مشران باید د خپل هېواد د راتلونکي لپاره سختې پرېکړې وکړي.

جواد ظریف په افغانستان کې د روانو جګړو د مخنیوي لپاره له ښکېلو خواوو وغوښتل، چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

هغه دا ډاډ هم څرګند کړی، چې ایران چمتو دی په افغاغنستان کې د روان سیاسي بحران د حل لپاره د خبرو اترو له بهیر سره مرسته وکړي.

ظریف همدارنګه ویلي، چې ایران به د سولې له رامنځته کیدو سره سم د افغانستان له سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ سره پوره مرسته وکړي.

د پخواني ولسمشر مرستیال یونس قانوني د شپږ کسیز حکومتي پلاوي مشري کوي، چې ور سره په دې سفر کې کریم خرم، ارشاد احمدي، سلام رحیمي، ظاهر وحدت او محمد الله بتاش ملتیا کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو بل طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې تهران ته تلی پلاوی به د یو لړ نورو مسلو تر څنګ پر کډوالو، پولې، امنیت او سولې خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version