تازه خبرونه
تهران له طالبانو سره د امریکا د خبرو پایلو ته خوشبین ندی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره له لیدنې وروسته د رسنیو کمرو ته راڅرګند شو او د خیرو ځینې برخې یې پر افغانستان راوڅرخیدې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلی؛ تهران له طالبانو سره د امریکا د خبرو پایلو ته خوشبین ندی او هغه مهال به د افغانستان جګړه په سوله ییزه توګه حل شي، چې افغانان خپله د خپلې راتلوونکې په اړه پرېکړه وکړي.
داسې ښکاري، چې تهران په افغانستان کې له روان حالت او د امریکا له یو اړخیز حالته سخت اندېښمن دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ټینګار کوي، چې تهران په افغانستان کې د داعش پر پراخ حضور او له افغانستان څخه د امریکا د لنډ مهاله سیاسي ناوړه ګټې په تړاو اندېښمن دی.
دا په داسې حال کې ده، چې زلمی خلیلزاد کابل ته د هغه هوکړه لیک له مسودې سره راغلی، چې ټاکل شوې پرې امریکایي او طالب استازي لاسلیکونه وکړي.
ښاغلي خلیلزاد د حکومت د مشرانو تر څنګ، له افغان سیاستوالو سره هم کتلي؛ خو د هوکړه لیک هیڅ برخه نده ډاګیزه شوې او دا یې یو مهم راز بللی دی.
د سولې عالي شورا او ځینې سیاستوال وایي، خلیلزاد له دوی سره په لیدنه کې د هوکړه لیک هیڅ برخه نده ډاګیزه کړې او یوازې یې ویلي، چې له طالبانو سره د امریکایانو د هوکړه لیک له لاسلیک سره په یوه وخت دې افغان پلاوی خبرو ته چمتو شي.
د حزب حرکت انقلاب اسلامي افغانستان رییس مولوي قلم الدین ویلي، چې د سولې هوکړه د کاغذ پر مخ ده او د دونالد ترمپ له لاسلیک وروسته به پلې شي؛ خو خلیلزاد په دې اړه جزئیات ورنکړل.
زلمي خلیلزاد د سولې عالي شورا له مشرانو سره هم کتلي؛ خو د دوي دې پوښتنو ته یې ځواب ندی ورکړی؛ خو ویلي یې دي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې به پیل شي او هغه هم په نږدې راتلوونکې کې.
د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وایي، چې خلیلزاد ډاډ څرګند کړی، چې د سولې هوکړه به لاسلیک شي او ورسره سم به خپلمنځي خبرې پیل شي.
سیاست وال وایي، ښاغلي خلیلزاد دوی ته ویلي، که د افغانانو او طالبانو خبرې ژر پایله ورنکړي؛ امریکا به د ټاکنو په وړاندې ونه دریږي، خو که خبرې پایله ورکړي، ټول غوره بولي، چې د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډیږي.