تازه خبرونه
تورخم دروازه په درېيمه ورځ هم تړلې ده
د هېواد په ختیځ کې د دیورند پر کرښه د تورخم جوړه شوې دروازه له تېرې ورځې راهیسې د پاکستان امنیتي مسوولينو د مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړل ده.
د افغانستان او پاکستان امنیتي مسوولينو ترمنځ لفظي شخړه د تورخم دروازې د تړل کیدو لامل دی.
افغان چارواکي وایي، پاکستان “د قانون خلاف” د تېرې ورځې له ماسپښین راهیسې د مسافرو پر مخ د تورخم دروازه تړلې ده.
د ۳۰۱ سرحدي زون مرستیال ډګروال ذبیح الله قاضي زاده رسنیو ته ویلي، چې پاکستانیو ځواکونو غوښتل د قانون خلاف له دیورند کرښې سره نژدې يو پل او درېيم نمبر پوستې ته لار جوړه کړي، مونږ يې مخه ونيوله، چې په غبرګون کې يې د افغانانو پر مخ دروازه وتړله.
د نوموړي په وينا؛ پاکستانيو ځواکونو غوښتل، چې شخړه رامنځته کړي، خو مونږ دا موقع ور نه کړه او یاده شخړه حل او د دوی قوتونه، چې هلته ځای په ځای شوي وه بېرته په شا شول.
په سیمه کې د خلاصیدو په طمع ولاړ خلک وايي، د دروازې دواړو غاړو ته ګڼ شمېر کسان له ستونزو سره مخ دي او د مسافرو پر مخ د دروازې د خلاصیدو شېبې شمېري.
ویل کیږي، چې نن به افغان او پاکستاني چارواکي د خلکو پر مخ تړل شوې دروازه خلاصه او پر رامنځڅته شوې ستونزې به نورې د ډاډ وړ خبرې وکړي.