تازه خبرونه
تورخم د افغان او پاکستانیو ځواکونو له لفظي شخړې وروسته وتړل شو
د پاکستان رسنیو څرګنده کړې، چې تورخم بندر پرون (شنبه د لیندۍ لومړۍ) د افغان او پاکستانیو ځواکونو له لفظي شخړې وروسته وتړل شو.
دغه بندر له څو ساعتونو وروسته بیا پرانستل شو.
د تورخم بندر بندېدل د دیورند کرښې دواړو غاړیو ته ترافیکي ګڼه ګوڼه رامنځته کړې وه.
د راپورونو له مخې، پاکستانیو ځواکونو له یادې کرښې پورې غاړې ته د تورخم بندر د محافظوي دیوال د جوړولو چارې پیل کړې دي.
افغان چارواکو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.