تازه خبرونه

تورخم د دوشنبې پر ورځ د هغو افغانانو پرمخ خلاص شو، چې پاکستان کې بند پاتې ول

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۹, ۱۳۹۹)

د ننګرهار والي ټینګار کړی و، چې له تورخم کرښې راوښتوونکي ټول کسان د دوه او درې اوونیو لپاره د تورخم په قرنطین کمپ کې ساتل کېږي، خو ویل کیږي چې یوازې د یوې شپې له تېرولو وروسته مسافرو ته د تګ اجازه ورکړ شوې ده.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د همدې موخې لپاره په تورخم کې یو کمپ هم جوړکړ؛ خو اوس یې څرګنده کړې، چې په تورخم کې یوازې د یوې شپې له تېرولو وروسته ټول مسافر خپلو کورنو ته د تګ اجازه ورکړ شوې ده.

نوموړي ویلي، چې پخوانی جدیت یې د ټولو مسافرو د بشپړې کتنې لپاره و.

دغه راز په تورخم کې یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو پر شرط رسینو ته ویلي؛ د مسافرو د شمېر د زیاتوالي له کبله نشي کولی ټول کسان په کمپ کې د دوه او درې اوونیو لپاره وساتي؛ نو، ځکه مسوولینو پرېکړه بدله کړې.

تورخم به تر چهارشنبې د کرښې د پورې غاړې مسافرو پر مخ خلاص وي.

پاکستانی لوری هره ورځ یوازې ۱۰۰۰ کسانو ته د راوښتلو اجازه ورکوي.

په داسې حال کې، چې ویل کېږي شل زره کسان تورخم ته راغلي دي.

داسی اندیښنې هم شته چې که چیرې دغه کسان بغیر له قرنطین او اړوند روغتیایي څیړنو ننګرهار او بیا نورو ولایاتو او ښارونو ته ولاړ شي، نو د کرونا ویروس خوریدا به افغانستان کې له حده زیاته شي.

د کرونا ویروس لومړې افغانستان ته هرات کې د ایران له پولې هیواد ته دننه شو؛ اوس د تورخم له پولې دغه بی سارې عودت ښایي چې هیواد د کروناویروس اړوند نویو ننګونو سره مخ کړي.

ویل کیږي، چې زرګونه هېوادوال مو د تورخم له لارې پرته له دې، چې خروجي تاپه او یا کرونا ویروس یې وکتل شي؛ رااوړي.

Trending

Exit mobile version