تازه خبرونه

توماس ویسټ د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۸, ۱۴۰۲)

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي پاکستان ته په سفر کې د دغه هېواد د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني سره وکتل او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ نن له جلیل عباس جیلاني سره وکتل. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو د پرمختګ او هوساینې لپاره د ګډو لارو چارو پر اړتیا او په افغانستان کې یې له نړیوالو همکارانو سره د پاکستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي؛ په دې ناسته کې د افغانستان په اړه پر بېلابېلو نړیوالو موضوعاتو خبرې وشوې.

دغه پاکستاني چارواکي څرګنده کړې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو پر همکارۍ او همغږۍ ټینګار شوی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف دراني ویلي؛ خوښ یم، چې د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره مو ولیدل. مونږ د افغانستان پر بېلابېلو مسایلو او د هغه پر وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په اړه خبرې وکړې. دواړو لورو پر نورې ډېرې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.

د دغو ناستو د جزئیاتو په اړه تر اوسه نور معلومات نه‌دي خپاره شوي. توماس ویسټ د دغو غونډو په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو له دې مخکې ویسټ ويلي وه، چې هغه به پاکستان، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او قطر ته په خپل لس ورځني سفر کې د امريکا له مهمو ملګرو سره وويني.

یو شمېر سیاستوال او شنونکي په دې باور دي، چې امریکا د خلکو د تېرایستنې لپاره یو بل چل غوره کړی دی دا غونډې د افغانستان لپاره کومه اساسي ګټه نه‌لري.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د افغان کډوالو د جبري اخراج په غبرګون کې ویلي؛ د یو اعشاریه پېنځه میلیون افغانانو شتون د ۲۵۰ میلیون نفوس لرونکي ملت لپاره دروند بار نه‌دی.

عمران خان ، چې په زندان کې دی خبرداری ورکړ، چې د مهاجرینو جبري ایستنه ښايي د دواړو هېوادونو تر منځ په اړیکو کې دایمي خلا رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version