ساینس او ټیکنالوژي
تویتر، میتا د ترایدز پر معرفي کولو وګواښله
تویتر په یوه لیک کې د فیسبوک اجرائیه رییس مارک زوکربرګ ته ګواښ کړی، چې د ترایدز پر معرفي کولو به پر میتا عریضه وکړي.
میتا د چارشنبې پر ورځ خپله نوې ترایدز نومې پاڼه معرفي کړه او تر دې دمه یې میلیونونه کاروونکي راجلب کړي دي. داسې ښکاري، چې د انستاګرام میلیاردونه کاروونکي به پر کارولو د ایلان ماسک تویتر اغېزمن کړي.
سیمافور خبري اوبپاڼې راپور ورکړی؛ د تویتر وکیل الیکس سپیرو په خپل لیک کې میتا د تویتر د پخوانيو کارمندانو پر استخدام تورنه کړې، چې د تویتر سوداګریزو رازونو او نورو خورا محرمو معلوماتو ته لاسرسی لري.
الیکس سپیرو په خپل لیک کې په ډاګه کړې؛ تویتر اراده لري، چې د خپل فکري ملکیت حقونه خوندي او پلي کړي. دغه راز له میتا څخه غواړي، چې د تویتر د سوداګریزو رازونو یا نورو خورا محرم معلوماتو کارولو د مخنیوي لپاره سمدستي پرېکړه وکړي.
په ترایدز کې د میتا ویاند اندي ستون لیکلي، چې د ترایدز په انجنیرۍ ډله کې هیڅوک د تویتر پخوانی کارمند نهدی.
د تویتر یوه پخواني لوړ پوړي کارمند رویترز ته ویلي؛ دی په ترایدز کې د تویتر د کوم پخواني کارمند له کارکولو څخه خبر نهدی.
په ورته وخت کې د تویتر مالک ایلان ماسک ویلي: سیالي ښه ده؛ خو دوکه نه!
میتا پر فیسبوک سربېره د انستاګرام لرونکې هم ده.
د تېر کال په اکتوبر کې کله، چې ایلان ماسک تویتر خپل کړ؛ نو له همغه وخته دا ټولنیزه شبکه د ماستودون، بلوسکاي او نورو ټولنیزو شبکو له سیالۍ سره مخ شوې ده.
په هرصورت ترایدز د بنسټیزو کلمو له لټون یا مستقیمو پیغامونو ملاتړ نهکوي.
د تویتر لپاره وروستۍ ننګونه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د دې شرکت پرېکړو په دې وروستیو کې د کاروونکیو ترمنځ د لوستلو د وړ تویتونو د شمېر محدودولو په اړه اندېښنې رامنځته کړې دي.