تازه خبرونه

تي تي پي په پاکستان کې د پاکستان له خاورې بریدونه کوي – نور ولي محسود

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۹, ۱۴۰۱)

د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشر ویلي، چې تحریک له حکومت سره د پاکستان له خاورې جنګیږي.

له CNN سره په مرکه کې نور ولي محسود څرګنده کړې: مونږ د څو نورو لسیزو لپاره د آزادۍ پر روحیه د پاکستان په خاوره کې پر وسلو د جنګېدو وړتیاوې لرو.

د تېرې میاشتې په وروستیو کې د تي تي پي لخوا له اسلام آباد سره یو میاشتنی اوربند مات شو او جنګیالیو ته یې سپارښتنه وکړ، چې په ټول هېواد کې بریدونه بیا پیل کړي.

د سي ان ان د څرګندونو له مخې د اوربند له لغو کیدو سره په پاکستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو شونتیا هم د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو لامل کیدی شي.

نورولي محسود څرګنده کړې، چې تي تي پي د افغانستان له اسلامي امارت څخه هیڅ راز مرسته نه ترلاسه کوو.

هغه زیاته کړې؛ کله، چې مونږ له افغان طالبانو مرستې ته اړتیا نه لرو؛ نو پټولو یې بیا څه معنا لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري د جمعې پر ورځ د پولې پورې غاړې د ترهګرۍ پر وړاندې خبرداری ورکړ او څرګندوي، چې پاکستان د تي تي پي یا نورو اورپکو ډلو پر وړاندې د نېغو کړنو د ترسره کولو حق لري.

د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند محمد علي سیف د دوشنبې پر ورځ ویلي وه، چې په بنو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د څانګې (CTD) پر مرکز له برید وروسته په افغانستان کې د پاکستانيو چارواکو او تي تي پي ترمنځ خبرې روانې دي.

پاکستانيو اړوند چارواکو له تي تي پي سره د هغه خنډ د لرې کولو لپاره خبرې اترې پیل کړې، چې یوه ورځ مخکې یې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د تروریزم پر ضد د مرکز له ترلاسه کولو وروسته یو شمېر امنیتي پرسونل هم یرغمل کړي وه.

Trending

Exit mobile version