تازه خبرونه

تړل شویو بانکونو او ادارو هېوادوال له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲, ۱۴۰۰)

کابل ښاریانو ویلي، چې له څه نا څه دوه اوونیو راپدیخوا د افغانستان د وزارتونو او سکتوري ادارو له تړل کیدو سره خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

په کابل کې د طالبانو له دوه یمې واکمنۍ څه کم دوه اوونۍ پر تېرېدو دي؛ په ښار کې امنیت ډاډمن شوی، خو بانکونه، وزارتونه او ادارې د خلکو پر مخ تړلي پاتې دي.

خلک وايي، چې اداري کارونه پرټپه ولاړ او مهم کارونه یې بند او له کڼو ستونزو سره مخ شوي دي. د د کابل اوسیدونکی محمد رضا نواندیش له طالبانو غواړي، چې هر څومره ژر د وزارتونو او نورو اړوند ادارو برخلیک معلوم او د خلکو په مخ یې پرانیزي.

طالب چارواکو ويلي، چې ټول کار کوونکي دې له کومې وېرې پرته خپلو دندو ته راستانه شي.

طالب چارواکی مولوی بلال نظري وایي: وزارتونو او ادارو ته د کارکوونکیو د تللو هیڅ خنډ او مانع نشته او کار کوونکي دې له کومې وېرې پرته دندو ته ستانه شي، چې د خلکو اداري ستونزې حل شي.

تر دې دمه له ښاروالۍ، عامې روغتیا او ترافیکو پرته نور ټول وزارتونه او ادارې تړلې پاتې دي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه حکمت الله عدالت یار ويلي؛ اوس طالبانو ته په کار ده، چې د خلکو او کارکوونکیو لپاره په حکومتولۍ کې آسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټ کې څرګنده کړې، چې حاجي محمد ادریس د افغانستان بانک اجرائیوي مشر ټاکل شوی، چې موخه ترې په دولتي څانګو کې د چارو سمبالول، تنظیمېدل او د بانکدارۍ اړوند مسایلو ته لاسرسی دی.

Trending

Exit mobile version