تازه خبرونه

تکړه افغان سندرغاړی درمحمد کشمي ومړ

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۶, ۱۳۹۹)

د افغانستان تکړه ولسي سندرغاړی درمحمد کشمی له ورپېښې ناروغۍ ومړ.

د بدخشان سیمه ییزو چارواکو ویلي، ۸۰ کلن درمحمد کشمي د تخار ولایت په یوه روغتون کې مړ شوی دی.

هنرمندانو او حکومتي چارواکو څرګنده کړې، چې ارواښاد درمحمد کشمي د عمر دېره برخه ولسي ټنګ ټکور ته د ودې ورکولو او بنسټیز کولو لپاره تېر کړی دی.

ارواښاد کشمي پدې برخه کې ډېر زدکوونکي روزلي او ښې ډېرې سندرې ترې پاتې شوې دي.

درمحمد کشمي پر سندرو ویلو سربېره د ټنګ ټکور د آلو لکه غېجک، بېنجو او دوتار وهلو کې هم ځانګړې وړتیا لرله.

Trending

Exit mobile version