سیمه ییز خبرونه
تیفا: نا امني د ټاکنو پر وړاندې لوی خنډ دی
تیفا یا د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ په هېواد کې د ناامنیو له امله د اندېښنې په څرګندولو سره ووېل، چی نا امني د ټاکنو پر وړاندې لوی خنډ دی.
په هېواد کی پراخو نا امنیو او په ځانګړې ټوګه سرینا هوټل باندې ترهګريز بريد د ټاکنو لپاره یو شمېر نړیوال ناظرین دې ته اړ کړل، چی له افغانستان نه ووځی.
تیفا یا د افغانستان د شفافو ټاکنو رئيس نعيم ایوب زاده د نا امنیو له امله د اندېښنی په څرګندولو سره وویل:
نا امني د افغانستان د ټاکنو پر وړاندې لوی ګواښ دی او د نړیوالو ناظرینو نه شتون به عادلانه او شفافې ټاکنې تر پوښتنې لاندې راولي.
همداراز هغه له امنیتی ارګانونو غوښتنه وکړه، چی د ټاکنو د امنیت لپاره په عمل کی لازم تدابیر ونيسي.
همداراز پر سرينا هوټل بريد په کور دننه او بهر یو شمېر غبرګونونه را وپارول.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جین ساکي وویل، د دې حملو عاملان بې ځایه د افغانانو او د دوی د نړېوالو متحدانو وینې تویوي او هغه هم په داسې حال کې، چې افغانان د نوي کال ورځې نمانځې او تاریخي انتخاباتو ته تیاری نیسي.
جین ساکي زیاتوي له دې وحشیانه حملو څخه معلومېږي چې؛ وسله وال په هېڅ ډول د خلکو ژوند ته درناوی نه لري او په افغانستان کې له عادلانه او آزادو ټاکنو څخه وېره لري.
که څه هم، چی امنیتی ارګانونه په وار وار د ټاکنو د امنیت لپاره ډاډ څرګندوي، خو په داسې حال کې، چی ولسمشری او ولایتي ټاکنو ته څوارلس ورځی پاتې دي کابل او ننګرهار په نږدې ورځو کې د ترهګريزو بریدونو شاهد وه، چی له امله یی یو شمېر کورني او بهرني وکړي ووژل شول.