تازه خبرونه
تیک تاک د خپلو کاروونکیو له ۱۰۰ میلیون ډېرې ویدیوګانې لرې کړې
د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې تیک تاک شرکت د خپلو کاروونکیو له ۱۰۴ میلیون ډېرې ویدیو ګانې له قانونه د سرغړونې پر لامل لرې کړې دي.
د یاد شرکت د څرګندونو له مخې؛ په لرې شویو ویدیو ګانو ۳۷ میلیون یې د هندي او ۱۰ میلیون نورې د اکریکایي اتباعو دي.
تیک تاک دا هم ویلي، چې دا شمېر په دې پروګرام کې د اپلود شویو ویډیوګانو د شمېر له سلنې لږ دی.
دغه شرکت په یوه راپور کې ویلي، چې د دې کلپونو ۹۶.۴ سلنه مخکې له دې، چې کاروونکي یې راپور ورکړي لرې شوي او ۹۰.۳ سلنه یې هیڅ بیا کتل شوي ندي.
د خدمتونو وړاندې کوونکي الګوریتمونو په اتوماتيک ډول دا کلپونو لرې کړي دي.
دغه شرکت په خپله اوبپاڼه کې لیکلي؛ د کرونا ویروس د خپریدو په پایله کې مونږ پر تکنالوژۍ ډېر تکیه کړې وه، چې د هند، برازیل او پاکستان په مارکیتونو کې ناوړه مینځپانګې پیدا او لرې کړو.
د تیک تاک مینځپانګې د څارلو میتودونه تل ګټور نه وي. د دې میاشتې په پیل کې شرکت هڅه وکړه، چې پر توپک د یو کس د ځانوژنې او ترهې اچونې د ویدیو د خپریدو مخه ونیسي.