روغتيا

تېره میاشت د تنفسي ناروغۍ له کبله نږدې ۴۰۰ افغانان مړه شوي – د روغتیا نړیواله ټولنه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۷, ۱۴۰۲)

 د روغتیا نړیوالې ټولنې ويلي، په تېرو دوه اوونیو کې د تنفسي ناروغیو ۸۴ زره پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د خپور شوي راپور له مخې؛ له تېرو دوه اوونیو راپدیخوا په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو حادې پېښې ډېرې شوي او دا د اندېښنې وړ ده.

د دې ټولنې په څرګندونو کې راغلي: د روان زېږديز کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه تر اووه‌ویشتمې پورې په افغانستان کې د تنفسي ناروغۍ ۱۶۰ زره ۷۵۶ پېښې ثبت شوي، چې ۳۸۳ کسان د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي، چې د دغو ناروغانو ۶۲ اعشاریه ۹ سلنه یې له پېنځه کلونو  کم عمره ماشومان دي او په ټوله کې ۴۹ اعاریه ۳ سلنه ناروغان ښځې او نجونې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم وايي، چې د تنفسي ناروغیو کچه مخ پر ډېرېدو ده او په روان لمریز لېږدیز کال کې  یو میلیون او ۸۰ زره کسان د تنفسي ستونزو له کبله دولتي روغتیايي مرکزونو ته تللي، چې ډېري یې له پېنځه کلونو کم عمره  ماشومان دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان زیاته کړې؛ په روان لمریز لېږدیز کال کې ۸ میلیون وګړي پر تنفسي ناروغۍ اخته شوي دي.

پر تنفسي ناروغۍ اخته یو شمېر کسانو ویلي، چې یخ او د هوا ککړتیا د دې ناروغیو د اخته کیدو لاملونه دي .

دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د بې پولې ډاکټرانو ټولنې له عمومي رییس سره په کتنه کې له افغانستان سره د دغه سازمان د مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی او د بې پولې ډاکټرانو د بنسټ مشر فیلیپ ریبیرو ويلي، چې دې ټولنې په ۱۴۰۲ کال کې شاوخوا ۷۰۰ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

Trending

Exit mobile version