تازه خبرونه

تېره میاشت نږدې ۳۶ زره خوارځواکي ماشومان رغېدلي – یونیسف

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په مارچ میاشت کې د ۳۵ زره اووه سوه خوارځواکو ماشومانو له درملنې خبر ورکړی دی.

د افغانستان د یونیسف په دفتر کې د تغذیې مسوول میلاني ګالوین د یکشنبې پر ورځ (د وري ۲۸) د هېواد په ځینو برخو په ځانګړې توګه کابل کې د خوارځواکۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او څرګندوي، چې یونیسف به د ۲۰۳۳ زېږدیز کال تر پایه یو اعشاریه یو میلیون ماشومان ورغوي.

نوموړې ټویټ کړی؛ یونیسف اټکل کوي، چې د روان کال تر پایه به له پېنځه کلونو څخه لږ عمر لرونکي ۳ اعشاریه ۲ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.

په افغانستان کې د یونیسف دفتر یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې که بشپړې هڅې تر سره نشي؛ ښايي په افغانستان کې یو میلیون ماشومان له خوارځواکۍ خپل ژوند له لاسه ورکړي.

Trending

Exit mobile version