تازه خبرونه
تېره میاشت په افغانستان کې له ۷ میلیون کسانو سره مرسته شوې – ملګري ملتونه
(Last Updated On: مرغومی ۱۶, ۱۴۰۰)
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې په تېره یوه میاشت کې لږ تر لږه اووه میلیون افغانانو بشري مرستې تر لاسه کړې دي.
ګوټرش ټویټ کړی، چې دې ټولنې د نورو مرستندویه ټولنو په مرسته افغانانو ته بشري مرستې رسولي دي.
دغه راز نوموړي له ستونزو څخه د ډک ژمي خبرداری هم ورکړی او وایي؛ تمه ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر به د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې روانې وساتي.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د ژمي له رارسېدو سره د بېوزلۍ او بېکارۍ کچه لوړه شوې او افغانان هم په روانه اوونۍ کې نه یوازې د سړې هوا له څپې سره مخ شوي، بلکې بارانونو، واورو او سیلابونو هم ځپلي او زیانمن کړي دي.