1393ټاكنې
تېرو درې دورو ټاكنو افغانستان ته واحد هويت وركړ- خليلي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د افغان ولسمشر حامد كرزي دوه يم مرستيال كريم خليلي وايي، چې په افغانستان كې تېرو درې دورو ټاكنو افغانستان ته واحد هويت وركړ.
د افغان ولسمشر دوه يم مرستيال كريم خليلي وايي، چې:
كه هر كانديد بريالى شي، واگې به ورته وسپارل شي.
دى زياتوي، تېرو ټاكنو په افغانستان كې د ملت جوړونې لپاره د بنسټ ډبره كېښوده.
دا په داسې حال كې ده، چې په افغانستان كې د ولسمشريزو ټاكنو لومړنۍ پايلې اعلان شوي او هيڅ كانديد بريا ته د رسيدو رايې نه دې تر لاسه كړي..
تمه ده، چې په راتلونكو دوه مياشتو كې په سوله ييز ډول سياسي واگي او قدرت د ټاكنو پر بنسټ انتقال ومومي.