سیمه ییز خبرونه

تېرو څو ورځو اورښتونو كې۷ تنه مړه شوي او ۱۵ نور ټپيان دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان په مختلفو سيمو كې وروستيو اورښتونو خلكو ته زيات ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

درې ورځې كېږي، چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو په ځانگړې توگه مركزي، شمال ختيځو او لوېديځو سيمو كې واورې اورېږي.

له فراه، هرات، غور او بادغيس څخه را رسېدلي رپوټونه ښيي، وروستيو اورښتونو او سيلابونو اووه تنه مړه كړي او ۱۵ نور يي ټپيان كړي دي.

په دې ولايتونو كې سلگونه جريبه كرنيزه ځمكه او لسگونه كورونه هم ويجاړ شوي دي.

په پروان كې هم واورې ښوېدنې د درېيو كسانو ژوند اخيستى دى.

زابل كې وروستيو اورښتونو سيلابونه را ولاړ كړي او دغو سيلابونو زيانونه تر شا پريښي دي.

په خوست كې هم ځينې مواصلاتي لارې بندې دي. په تخار، كندز او بدخشان ولايتونو كې هم اورښتونه روان دي او په بدخشان كې د څو ولسواليو لارې تړل شوي دي.

له مركز غزني سره هم د څو ولسواليو غځېدلې لارې واورو بندې كړې دي.

په همدې حال كې د فوايد عامې وزارت مرستيال احمد شاه وحيد وايې، د غور، دايكندي او باميان مواصلاتي لارې تړلي دي.

په كابل كې هم واورو د ښار بڼه بدله كړې ده.

دوې ورځې كېږي، چې په كابل كې واوره اورېږي، وروستيو اورښتونو د كابل بڼه بدله كړې ده ځينې كابل ښاريان خوښ ښكاري.

د كابل وزير محمد اكبر خان غونډۍ ته ځينې كابل ښاريان ورغلي وو تر د واورو د اورښت ورځې ونمانځي.

ځينې كابل ښاريانو غوښتل د عكسونو په اخيستو سره دا ورځې د خاطرې په توگه له ځان سره ولري.

دې ټولو خوښيو او ناخوښيو ته په پام د هېواد د هوا پېژندنې ادارې چارواكي وايې:

د دوى وړاندوينې ښيي، چې اورښتونه د كمېدو په حال كې دي او تر  راتلونكو ۲۴ ساعتونو پورې به په شمال ختيځو ولايتونو او د هندوكش له دې جملې سالنگ په سيمه كې پاى ته ورسېږي.

Trending

Exit mobile version