سوداگري
تېرکال په افغانستان کې څه باندې ۲۵۰۰ ټنه مرچ را ټول شوي
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د څرګندونو له مخې، تېرکال په ټول هېواد کې دوه زره او ۵۲۹ مټریک ټنه مرچ تولید شوي، چې ۱۸۴ مټریک ټنه یې پړسېدلي یا دُلمه مرچ دي.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې لغمان، هلمند، پروان، کندهار، تخار او بلخ د هېواد هغه ولایتونه دي، چې د مرچو په تولید کې مهمه ونډه لري.
د دُلمې مرچو په تولید کې پروان ولایت لومړی ځای لري او تېرکال یې پر ۲۸۰ هکټاره ځمکه د دُلمې مرچ کرل شوي وه، چې حاصل یې ۳۰ ټنه وه.
مرچ ډېر علاقمندان لري، چې تازه او وچ کارول کېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د سبو د خوساکېدو د مخنیوي لپاره په ټول هېواد کې پر یوشمېر کروندګرو میرمنو د سبو او میوو لمریز وچوونکې دستګاوې وېشلې دي.
