سیمه ییز خبرونه
تېرې درې لسيزې جگړې پر افغانستان د شوروي د يرغل زيږنده دي
څلور دېرش كاله وړاندې د جدي په ۶ د كابل پر آسمان د پخوانې شوروي الوتكو الوتنې وكړې او د كابل ډېريو اوسيدونكيو هڅه كوله، چې په وضيعت ځان پوه كړي، ډيري تر سهاره راديوگانو ته غوږ ول، چې ناڅاپه د ببرك كارمل وينا پر راډيو خپره شوه او د يو نوي او بل ډول رژيم د رامنځته كيدو ښكارندويي يې وكړه.
د كورنيو چارو وزارت امنيتي معين ايوب سالنگي وايي:
هغه وخت څورلس كلن وم او په ښوونځي كې مې زده كړې كولې. دغه مهال د شوروي له خوا د افغانستان د اشغال د خبر له خپريدو سره د سپين ږيرو ترمنځ د بخارا او سمرقند كسې ډېرې كيدې.
په هغه وخت كې د پخوانې شوروي ډېري سرتېري د سالنگ له لارې كابل ته د را دننه كيدل ، چې د ښاغلى سالنگې په وينا دغه يرغل وحشي يرغل و.
له ښوونځي او زده كړو څخه د ماشومانو او ځوانانو بې برخې كيدل د دغه يرغل لومړى بد اغېز و. د سالنگې عادي ژوند هم له همدې كبله بدلون وكړ او له يو كال وروسته د دې په ځاى، چې خپل ښوونځي ته دوام وركړي له شوروي سره د جهاد ليكو ته ولاړ.
اوس، چې پر هېواد د شوروي يرغل پاى ته رسيدلى؛ خو د هېوادوالو په ذهنونو كې د هغه وخت تور انځور اوس هم پاته دي .
د ولسي جرگې غړې فوزيه كوفي وايي:
ډېرو كورنيو په يوه ورځ د خپلې كورنۍ لسگونه غړي له لاسه وركړي دي.
له لس كلونو وروسته د مرغومي په شپږ ويشتمه په افغانستان كې د شوروي يرغل ماته وخوړه. كله، چې له افغانستان څخه سرې لښكرې وتې؛ نو د دوى قوماندان د دوستۍ پر پل افغانستان ته مخ كړ او له ځان سره يې څه وويل؛ خو تر اوسه هغه خبرې نه دي افشا شوي.