تازه خبرونه

تېر كال په افغانستان كې بشري حقونو شا تگ كړى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بشري حقونو د څار نړيوالې ډلې د دوه زره څوارلسم كال په رپوټ كې ويلي، چې په افغانستان كې  د بشري حقونو شاته تگ د دغه هېواد د راتلونكي په اړه اندېښنې زياتې كړي دي.

په افغانستان كې د بشر حقونو ته د لومړيتوب وركولو ناكامۍ د نړيوال ملاتړ پرمختگونه له ننگونو سره مخ دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د يوه رپوت په خپرولو وايي، له افغانستان سره مرسته كوونكي هېوادونه بايد د افغان ميرمنو ملاتړ ته دوام وركړي.

پدې رپوټ كې افغان دولت او وسله وال مخالفين د تېر ميلادي كال په ترڅ كې د بشري حقونو د ناوړه وضعيت په تړاو گرم بلل شوي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ آسيايي مدير براد ادمز وايي، افغان دولت داسې پرېكړې كړي، چې د بشري حقونو په ځانگړي توگه د ښځو او نجونو حقونه يې كمزوري كړي دي.

رپوټ په ډاگه كړې، چې دغه راز طالبان د ښځينه چارواكو په گډون يو شمېر دولتي چارواكي ترور كړي دي.

په ټاكنو كې د بشري حقونو له پامه غورزول او په دې برخه كې د نړيوال ملاتړ كموالى ډېرې هغه لاسته راوړنې له خطر سره مخ كوي، چې تراوسه ترلاسه شوي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د ۶۶۷ پاڼو په چوكاټ كې تنظيم شوي رپوټ د نړۍ د ۹۰ هېوادونو د بشري حقونو وضعيت ترڅېړنې لاندې نيولى.

په دې رپوټ كې د سوريې د پراخو وژنو، په افريقا كې د ډله ييزو جنايتونو، په مصر كې تاوتريخوالي او په يو شمېر نورو هېوادونو كې د اقليتونو د ځپلو يادونه شوې ده.

Trending

Exit mobile version