سوداگري
تېر کال افغانستان د ۳۹ میلیون دالرو پر ارزښت د زیرې صادرات لرل
Last Updated on: وری ۲۱, ۱۴۰۲
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ويلي، افغانستان په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې د ۳۹ میلیون دالرو پر ارزښت شاوخوا ۳۰ زره ټنه زیره صادره کړې ده.
دغه وزارت د یکشنبې پر ورځ (د وري شلمه ) تویت کړی، چې زیره د افغانستان یو ارزښتمن کرنیز محصول دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ويلي؛ کندهار، روزګان، بادغیس، بدخشان او هرات هغه ولایتونه دي، چې د تریاکو تر ټولو زیات حاصلات لري.
طبي بوټي، تازه او وچه مېوه د افغانستان ځانګړي صادراتي توکي دي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت زیاته کړې، چې د دغه وزارت د ارزونې له مخې؛ کیفیت او معیاري وړاندې کولو ته پاملرنه د صادراتي محصولاتو ارزښت لوړوي. له همدې کبله د دغه وزارت چارواکو له سوداګرو غوښتي، چې د تېر پر پرتله دې دغه کار ته ډېره پاملرنه وکړي.