تازه خبرونه

تېر کال د بې کیفیته تېلو ۲ زره تانکره مسترد شوي – د ستندرد ملي اداره

Published

on

د ستندرد ملي ادارې مسوولینو ويلي؛  تېر کال د هېواد مارکیتونو ته سل زره تانکره نفتي توکې راغلي، چې ۲۰۰۰ یې پر ستندرد برابر نه‌ول او بېرته له هېواده مسترد شوي.

د ستندرد ملي ادارې مسوولینو ويلي؛  په هېواد کې مو د ستندردونو د رامنځته کولو لپاره په تېر یوه کال کې د سیمې او ګاونډ هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي  لپاره سفرونه کړي.

دوی  زیاته کړې، چې هېواد ته د واردوونکيو ساختماني توکو او په کورکې دننه د د تولیدیدونکیو ساختماني توکو د ستندرد کولو چارې هم روانې دي.

دوۍ زیاتوی، چې تېر کال يي ۲،۲ میلیارده افغانۍ عواید هم راټول کړي.

دوی  زیاته کړې، چې د هېواد په بندرونو کې به له ساختماني توکو څخه د نظارت بهیر هم پراخه کړي.

د ستندرد ملي ادارې رییس فیض الله تمیم وایي: مونږه په تېر یوه کال کې د پام وړ فعالیتونه کړې او د ستندردونو د پلي کولو لپاره هیله ده، چې خصوصي سکتور او پانګوال متوجه اوسي، چې غیر ستندرد توکې هېواد ته رانه وړي او که څوک په دې مواردو کې ونیول شي ور سره به قانوني چلند وشي.

د دې ادارۍ د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ په تېر یوه کال کې د ټول هېواد پر کچه ۴۷ زره  د ساختماني توکو ټولګې  څېړل شوي او د دې ادارې په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالي راغلي دي.

دوی وايي ۲۷۵ ستندردونه لري او ۵۰ يي نوي برا بر کړي، چې هغه به هم له معرفي کیدو وروسته عملي کړي.

د ستندرد ملي ادارې مرستیال محمد آصف قانت وایي: په هېواد کې مو د ستندردونو دعملي کولو بهیر پیل کړی. دا په مختلفو برخو کې دی؛ هم په  کورنیو تولیداتو او هم وارداتو کې او د ساختماني  کودونو د جوړونې  چارې موهم ګړندۍ کړې دي.

که څه هم د ستندرد ملي ادارې هېواد ته پر وارداتو د ستندردونو دعملي کولو خبرې کوي؛ خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي اوس هم د هېواد مارکیتونو ته غیرمعیاري توکي راځي او باید د مخنیوي لپاره يي نور جدي تدابیر ونیول شي.

Trending

Exit mobile version