ساینس او ​​ټیکنالوژي

تېر کال د سېلابونو نړيوال زيان له ۸۲ ميليارډ ډالرو ډېر و

Published

on

د سویس د بیمې انسټیټیوټ د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې تېر کال سیلابونو نړیوال اقتصاد ته له ۸۲ میلیارډ ډالرو ډېر زیان اړولی، چې د طبیعي پېښو د زیانونو نږدې درېیمه برخه جوړوي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې، پر ۲۰۲۱ زېږدیز په نړۍ کې له ۵۰ ډېر سخت سیلابونه راغلي، چې ډېري یې د سختو بارانونو او ساحلي طوفانونو له کبله دي.

ساینس پوهانو له پرلپسې څېړنو دې پایلې ته رسېدلي، چې د ټیټو ساحلونو په اوږدو کې ډېر سخت سیلابونه یوازې د سمندر د سطحې د لوړیدو، اقلیمي بدلون، د قطبي یخونو د ویلي کېدو او  پراخیدو له کبله رامنځته کیږي.

اوس ساینس پوهانو موندلې، چې د بریټانیا په شمال کې د شمالي اتلانټیک په اوږدو کې د ۱۹۶۰ لسیزې راپدیخوا ځواکمن او پرلپسې طوفانونه د سختو سیلابونو لامل شوي.

فرانسسکو کالافات په انګلستان کې د ملي سمندر ګرافیک مرکز مشر لیکوال ویلي؛ دا کیدی شي د دې لامل شي، چې حکومتونه د راتلونکیو سیلابونو جریان کم اټکل کړي.

د نیچر اقلیم بدلون په ژورنال کې د ۲۰۱۸ مطالعې له مخې، که اروپایي هېوادونه د سیلابونو له ډېرېدونکيو خطرونو سره موافقت ونکړي؛ نو دوی به تر ۲۱۰۰ کال پورې شاوخوا یو ټریلیون یورو (۱.۱ ټریلیون ډالرو) کلني زیان سره مخ شي، چې انګلستان به ترټولو ډېر زیان وویني او د ټولو زیانونو پېنځمه برخه به تجربه کړي.

Trending

Exit mobile version