سوداگري

تېر کال د هرات صادرات څه باندې ۱۰۰ میلیون دالره ول – چارواکي

Published

on

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې څرګنده کړې، چې تېر کال يې د ۱۰۲ ميليون دالرو پر ارزښت صادرات کړي دي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس ويلي، په تېر کال کې څه باندې ۷۶ زره ټنه وچه میوه، طبي بوټي،  زعفران او نور کرنیز محصولات د خلیج هېوادونو، اروپا، امریکا او ګاونډ هېوادونو ته صادر شوي دي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس قازي زاده وایي: د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د صادراتو څانګې له لارې مونږ ۷۶۳۰۰ ټنه بېلابېل ډوله توکي د خليج هېوادونو، اروپا، امريکا او ګاونډ هېوادونو ته صادر کړي دي.

سرچینې زیاته کړې؛ د هرات زوړ بازار، چې له طبي بوټو ډک دی؛ سوداګرو ته د غوره ګټې وټې زمینه برابروي او له همدې ځایه یاد توکي بهر ته صادریږي.

د هېواد لوېديځې حوزې په تېر کال کې په زياته اندازه کرنيز محصولات صادر کړي، چې د تېرو کلونو پر پرتله يې د صادراتو کچه لوړه شوې ده.

د هرات والي ویاند نثار احمد الیاس ډاډ څرګند کړی، چې د صادراتو د ډېروالي او کیفیت د لوړولو لپاره به هڅې ډېرې کړي.

په دې وروستيو کې د طبي بوټو د صادرولو بهير ښه شوى، چې له همدې کبله د هېواد په لوېديځو سيمو کې ډېربزګران د ځينو طبي بوټو لکه اینجې کرلو ته مخه کړې ده.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د څرګندونو له مخې، افغانستان په تېر کال کې شاوخوا دوه میلیارد دالر صادرات کړي.

ویل کیږي، چې سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرول او د ګمرکي تعرفو کمول د صادراتو د زیاتوالي لامل دی.

Trending

Exit mobile version