تازه خبرونه
تېر کال د ۳۵ میلیون ډالرو پر ارزښت پراختیايي او بشري پروژې ترسره شوي
د اسلامي پرا ختیا بانک اړوند چارواکو په خپل تازه راپو کې څرګنده کړې، چې په تېر میلادي کال کې یې له افغانستان سره د ۳۵ میلیون ډالرو پر ارزښت بېلا بېلي پراختیايي او بشري پروژې عملي کړې دي.
د اسلامي پراختیايي بانک د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې مرستو ډېره برخه پر بشري مرستو لګېدلې ده.
دوی زیاتوي، چې دا مرستې له اړو افغانانوسره شوي دي.
د اسلامي پراختیا بانک په راپور کې راغلي؛ دغه مرستې د خوراکي توکو له کمښت سره د مبارزې، د ماشومانو د تغذیې پروګرامونو د برابرولو، روغتیا پالنې، نوښتګرو زدهکړو، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو په برخو کې شوې دي.
د اقتصاد وزارت مسوولینو هم په تېر میلادي کال کې له افغانستان سره د اسلامي پرا ختیا بانک د مرستو له بهیر هرکلی کړې او د دې بانک له رهبرۍ څخه يې غوښتني، چې په افغانستان کې د بشردوستانه مرستیو ترڅنګ په اقتصادي پروژو کې هم پانګو نه وکړي.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وایي: له افغانستان سره د اسلامي پراختیا بانک له لوري مرستې شوي او مونږ يي له همکاریو هرکلی کوو.
نوموړي زیاته کړې زمونږ غوښتنه داده، چې په افغانستان کې دې پر بنسټویزو اقتصادي پروژو پانګونه تر سره کړي، چې په هېواد کې د منظم اقتصادي خوځښټ لپاره زمینه برابره شي.
د اقتصادي چارو یو شمېر کار پوهان په افغانستان کې د مرستندویه بنسټونو مرستي مهمې بولي او څرګندوي؛ حکومت باید د مرستیندویه بنسټونه د قانع کولو هڅه وکړي، چې په افغانستان کې پر بنسټیزو پروژو اوږدمهاله پانګونه تر سره کړي، چې د هېواد اقتصادي حالت له بدلون سره مخ کړي.
د اقتصادي چارو شنونکي نذیر احمد خلیل ویلي: زما له انده بشري مرستي ښې دي او اړتیا ورته شته؛ خو مونږ باید د خپل بشري ناورین د ختمولو لپاره پر بنسټیزو پروژو تمرکز وکړو، چې اقتصادي پراختیا لپاره زمینه سازي وشي.
د اقتصادي چارو یو بل شنونکی شمس احمدزی وایي: زما له نظره د هېواد اوسنیو اقتصادي ستونزو ته پر کتو بشري مرستې ډېرې مهمې دي؛ خو حکومت باید ټول مرسیتندویه بنسټونه د هېواد پر بنسټیزو پروژو پانګونې ته ولسموي، چې د اقتصادي ثبات لپاره زمینه برابره شي.
د اسلامي پراختیا بانک د راپور له مخې؛ اوسمهال هم دوی د افغانستان د بشري مرستو د صندوق له لارې د ۱۶ پروژو د پلې کولو بهیر روان دی.
ویل کیږي، چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق اوس د نړیوال مشارکت او ملاتړ څانګې او د اسلامي پراختیایي بانک د منابعو د تحرک ریاست له لوري د انقرې له سیمهییزمرکز سره پر همغږۍ اداره کیږي.
