سوداگري
تېر کال له څلورنیم میلیون متریک ټن ډېر انتقالات تر سره شوي – د اوسپنې پټلۍ اداره
د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولينو د دوشنبې پر ورځ (۲۱حمل) د یوې خبرې ناستې پر مهال څرګنده کړه، چې په ۱۴۰۱ لمريز لېږدیز کال کې ټولټال ۴ ميليونه ۶۷۳ زره ۹۲۹ متريک ټنه انتقالات شوي دي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو ويلي، چې له دغو انتقالاتو څخه ۱۲زره ۴۹۲ ټنه صادارت، ۲۵۳ زره ۶۰۳ ټنه ترانزیت او ۴ اعشاریه ۴ میلیون متریک ټن واردات تر سره شوي دي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس بخت الرحمان شرافت ویلي، چې زمونږ په انتقالاتو کې د تېر کال پر پرتله په ۱۴۰۱ ل.ل کال کې ۳۶ سلنه او په عوایدو کې مو ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی او د هېواد پر کچه نږدې ۷۰ سلنه انتقالات د حرتانو له لارې تر سره شوي دي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي مرستیال عبدالباري صدیقي د دې ادارې په خبري غونډه کې ویلي؛ په ۱۴۰۱ ل.ل کال کې د افغان ترانس پروژې د چارو پر مخ وړلو لپاره د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د تخنیکي ډلو ناستې تر سره شوي او دغو ډلو د دې پروژې سیمې له نږدې و لېدلې او په چارو کې يې پرمختګ و شو.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، ټاکل شوې، چې په ۱۴۰۲ ل.ل کال کې د دې پروژې د ټولې لارې تخنکي او اقتصادي مطالعه د یوه معتبر نړیوال شرکت له لوري تر سره شي؛ ځکه، چې د پروژې ملي او سیمه ییز اهمیت ته په کتو د دې پروژې بشپړول د اوسپنې پټلۍ ادارې د لومړیتوبونو په سر کې ځای لري.
د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي مرستیال عبد الباري صدیقي وایي: په روان کال کې هڅه کوو، چې د افغان ترانس سیمهییزې پروژې د فیزبیلتۍ د تړون چارې یوه بهرني شرکت ته وسپارو او همداراز د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د فاریاب، جوزجان، هرات او تورغونډۍ په ګډون پر یو شمېر نورو پروژو هم کارونه پیل کړو.
د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولین وايي، چې په نږدې را تلونکي کې به له ایران سره هم د اوسپنې پټلۍ په وسیله انتقالات پیل شي.
دوی زیاتوي، چې د چارو د ښه تنظیم لپاره یې په دې اداره کې د برښنايي حکومتوالۍ د رامنځته کولو هڅې پیل کړي او په نږدې راتلوونکي کې به د هېواد د اوسپنې پټلۍ مرکزو څارنه له مرکز څخه پیل شي.