روغتيا
تېر کال مو په هېواد کې د تور زیړي ۱۵ زره پېښې لرلې – د عامې روغتیا وزارت
د روغتیا نړیوالې ټولنې چارواکي وايي، چې په ټوله نړۍ کې درې سوه میلیون کسان پدې ویروس اخته دي او هر کال دوه میلیون کسان پرې اخته کیږي.
عامې روغتیا وزارت د تور زیړي پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ اوس د عمل وخت دی تر سرلیک لاندې ونمانځله.
د دغه وزارت چارواکو ويلي؛ په تېر کال کې د تور زېړي ۱۵ زره پېښې ثبت شوې دي او د یولړ څرګندونو له مخې؛ په تېره یوه لسیزه کې څه باندې سل زره کسان پدې ناروغۍ اخته شوي، خو په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ پر ټیټېدو دی.
دغو چارواکو په دې اړه د نړیوالې ټولنې همکاري غواړي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې چارواکي وايي، چې په ټوله نړۍ کې درې سوه میلیون کسان پدې ویروس اخته دي او هر کال دوه میلیون کسان پرې اخته کیږي.
دوی وايي؛ په افغانستان کې له دې ویروس سره د مبارزې، تشخیص او درملنې لپاره همکاري کوي او غواړي، چې له دې ویروس سره مبارزه وکړي او د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي.
د ايډز او هیپاتاتیس د کنټرول ملي پروګرام مسوولين وايي، چې د هېواد په څوارلس ولايتونو کې د تور زیړي د تشخيص مرکزونه شته دي، په اته ولايتونو کې روغتيايي خدمتونه او په شپږ ولايتونو کې د ناروغانو درملنه کېږي.
په ۲۰۱۰ کې د روغتیا نړیوالې ټولنې د جولای اتهویشتمه د تور ژیړي پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ نومولې.
دې سازمان ویلي، چې د دې ورځې له نومولو یې موخه له تور زیړي ناروغۍ سره مبارزه او د هغې څارنه ده.
دا ناروغي هر کال په نړۍ کې یو میلیون کسان مړه کوي.
