روغتيا

تېر کال په افغانستان کې دوه زره کسان د زړه د ناروغۍ له کبله مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۰, ۱۴۰۲)

د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې پر ورځ ( د تلې ۹ ) د زړه نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې ویلي، چې د زړه غیرساري ناروغي په نړۍ کې له لس وژونکیو ناروغیو څخه یوه ده.

د روغتیا وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۲۲ ز. کال له مارچ څخه د ۲۰۲۳ کال تر اکتوبر میاشتې پورې په ټول هېواد کې په‌دې ناروغۍ اخته څه باندې ۶ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي؛ تېر کال په هېواد کې دوه زره کسان د زړه د ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

دغه راز د نوموړي د څرګندونو له مخې، هر کال شاوخوا شپږ زره کسان د زړه پر ناروغیو اخته کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب رییس حیدر خان حیدر د څرګندونو له مخې؛ سګرت څښل، الکول، غیر صحي خواړه او په خلکو کې لوړ کولیسترول، د وینې لوړ فشار، ډېر وزن د زړه د ناروغیو اصلي لاملونه دي.

د زړه د ناروغيو د متخصصو داکترانو ټولنې رییس عبدالواحد صدیقي وايي، چې دغه اداره هره ورځ تر څلورو پورې د زړه عمليات ترسره کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازی د افغانستان د روغتیا له سکتور څخه د ملاتړ ترڅنګ وايي، چې دغه اداره د داکترانو او قابلو د ظرفیت لوړولو په برخه کې له روغتیا وزارت سره همکاري کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازی دیل آرا منوال وایي: د افغانستان د خلکو لپاره باید بشري مرستې دوام ومومي. مونږ په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي او مدیریت لپاره داکتران او قابلې روزو.

په افغانستان کې د زړه ناروغۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې په ټوله نړۍ کې دغه ناروغي ډېره شوې او هر کال ۲۰ میلیون کسان له دې ناروغۍ مري او د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د مېوو او سبزیجاتو استعمال ګټور دی.

Trending

Exit mobile version