سوداگري

تېر کال په افغانستان کې نږدې ۳۰۰ ټنه ځمکتوتان تولید شوي – کرنې وزارت

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۰)

د کرنې وزارت څرګندونې ښیې، چې په ۱۳۹۹لمریز هجري کال کې ۲۹۹ میټریک ټنه ځمکتوتان تولید شوي.

دې وزارت زیاته کړه، چې هرات له ۳۱ هکتاره ځمکې ۱۵۵میتریک ټنه ځمکتوتان تولید کړي دي. له هرات وروسته کندوز او بلخ ولایتونو هم تېرکال ډېر تولید درلود. د فاریاب، دایکندي، سرپل او میدان وردګ په ولایتونو کې هم ځمکتوتان کرل کېږي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ په ۱۳۹۹ لمریز هجري کال کې دهېواد په کچه پر ۶۲ هکټاره ځمکه ځمکتوتان کرل شوي وه.

دغه وزارت په ډاګه کړې؛ افغانستان د ځمکتوتانو کرکېلي او پالنې ته مناسبه خاوره، اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کلونو کې کرکېله او پالنه دود شوی هم ده.

د یادونې ده، چې هېوادني ځمکتوتان مو ډېر ویټامېنونه او مغذي مواد لري او په بازار کې یې هره کیلو تر ۲۰۰ افغانیو پلورل کیږي.

Trending

Exit mobile version