سوداگري
تېر کال په افغانستان کې ۹۰۰ زره مټره مربع غالۍ تولید شوي
د افغانستان د غالیو تولیدوونکیو شرکتونو د ټولنې مسوولینو ویلي، چې له ۹۰۰۰۰۰ مټره مربع غالیو ۹۵ سلنه د پاکستان له لارې د پاکستان په نامه نړیوالو مارکیټونو ته صادرې شوې دي.
د افغانستان دغالیو تولیدوونکیو شرکتونو ټولنې غړيو ويلي؛ په تېر میلا دي کال کې د تېرو کلونو په پرتله د غالیو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلي؛ خو د هوايي د هلیزونو د بند یدو له کبله د هېواد دغالیو صادرات تر سره شوي ندي.
دغالیو تولیدوونکیو شرکتونو د ټولنې غړي د افغانستان له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې د کورنیو غالیو د صادرا تو لپاره دې هوايي د هلیزونو د بېر ته پرانستلو لپاره زمینه سازي وکړي.
د افغانستان دغالیو تولیدوونکیو شرکتونو ټولني مشر نور احمد نوري ویلي؛ مونږ له اسلامي امارته هیله لرو، چې نړیوالو بازارونو ته زمونږ د صادراتو لپاره د هوايي دهلیزونو د بېرته پرانستلو زمینه برابره کړي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو د هېواد په اقتصاد کې د غالیو سکټور د تولید او صادراتو زیاتوالی مهم بولي او زیاتوي، چې د غالیو سکتور له پراختیا سره په هیواد کې د بې کار کچه هم را ټیټږي.
د ا قتصادي چارو کارپوه سیدالرحمان عمران وایي: په هېواد کې د شغل له رامنځته کېدو سره دغالیو تولید پراختیا موندلې؛ حکومت باید دې سکټور او صادارتو ته یې پاملرونه ډېره کړي، چې ملي هویت یې خوندي شي.
د افغانستان د غالیو تولیدوونکیو شرکتونو ټولني د څرګندونو له مخې؛ د هېواد په کچه د غالیو د تولید په سکټور کې سلګونه شرکتونو نږدې یو نیم میلیون هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې ده.