تازه خبرونه

تېر کال په بدو کې د نجونو د ورکولو د ۳۳۸ پېښو مخه ونیول شوه

د دغه وزارت د پلان او قانون جوړونې رییس محب الله مخلص ویلي: په بدو کې د ورکولو د ۳۳۸ پېښو، د ښځو د پلورلو ۲۰۵ پېښو او له میراثه د محرومیت د ۷۷۹ پېښو مخنیوی شوی دی.

Published

on

د امربالمعروف نهی عن المنکر او د شکایتونو اوریدو وزارت ويلي؛ په تېر یوه کال کې دغه وزارت د ۹۸۰۰ شکایتونو څخه څه باندې ۵ زره شکایتونه څېړلي، چې په بدو کې د نجونو د ورکولو له ۳۳۸ پېښو مخه نیول شوې ده.

نن سې‌شنبه ( د زمري دېرشمه ) د دغه وزارت چارواکو د یوه کال د لاسته راوړنو د بیانولو د بهیر په لړ کې ویلي، چې د ښځو د پلور د ۲۰۵ پېښو مخه هم نیول شوې ده.

د دغه وزارت د پلان او قانون جوړونې رییس محب الله مخلص ویلي: په بدو کې د ورکولو د ۳۳۸ پېښو، د ښځو د پلورلو ۲۰۵ پېښو او له میراثه د محرومیت د ۷۷۹ پېښو مخنیوی شوی دی.

د دغه وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د رسنیو ۹۰ سلنه خپرونې اصلاح شوي او ۳۰ زره غیر اخلاقي فلمونه له منځه وړل شوي دي.

دوی زیاته کړې، چې دغه وزارت ۲۵ شراب پلورنځي  او د ټنګ ټکور څه باندې ۲۱ زره وسایل له منځه وړي دي.

د یاد وزارت دغو چارواکو ویلي، چې د ملکي وګړو د اصلاح تر څنګ یې یو شمېر پوځي کسان، چې جرمونه یې کړي هم پوځي محکمې ته ورپېژندل شوي دي.

دې وزارت د ۱۹۱ شمېرې له لارې د خلکو د شکایتونو د ثبتولو لپاره وړیا تیلیفوني مرکزونه فعال کړي او په ۲۰ ولایتونو کې یې ۴۷۷ د شکایتونو صندوقونه لګولي دي.

Trending

Exit mobile version